ښوونه او روزنه

المان نارينه محصلانو ته ليليه جوړوي .

کابل باختر د وري څلور ويشتمه :
دبلخ دنوي  پوهنتون په ساحه کې دبلخ پوهنتون دنارينه محصلانو د ليليې  دجوړولو کار نن پيل شو .
دغه ودانۍ به دالمان په مالي مرسته په دولسو مياشتو کې جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارلې شي .
ددغې ودانۍ دبنسټ د ډبرې  دايښودلو په مراسموکې د لوړو زده کړو وزارت معين اوسرپرست محمدعثمان بابري ،  په بلخ کې دالمان دپرمختيايي پروګرامونو مسوول اودبلخ پوهنتون  رييس او استادانو ګډون کړى و .
دلوړو زده کړو وزارت معين اوسرپرست محمد عثمان بابري دباختراژانس خبريال ته وويل: دبلخ پوهنتون دمحصلو  هلکانو ليليه به په څلورو پوړونوکې  په دولسو مياشتو کې ګټې اخيستنې ته وسپارله  شي او په دغې پروژې  څه دپاسه څلور مليونه امريکايي ډالره لګيږي .
بابري  زياته کړه دلوړو زده کړو  په برخه کې دنورو پرمختګونو تر څنګ دماستري په سويه  اوله دې څخه په لوړه سويه دتحصيلاتو  دزمينې برابرول په پام کې دي .
داپه داسې حال کې ده چې په بلخ ولايت کې همدااوس ددولتي پوهنتون په چوکاټ کې څه دپاسه نولس زره تنه محصلان دلوړو زده کړو  په ترلاسه کولوبوخت دي چې په سلګونو تنه يې له نورو ولايتونوڅخه دبلخ پوهنتون په چوکاټ کې په ليليې ډول دلوړو زده کړو په ترلاسه کولو بوخت دي او اوس په بيلابيلو  ځايونوکې شپې سبا کوي خو ددغې ليليې  په جوړيدو سره دوى ته دژوندانه په برخه کې زياتې اسانتياوې برابريږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته