سیاستخبرونهTOP

د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا د روغتیا نړېوال سازمان له عمومي مشر سره وکتل

کابل / د وږي ۲۹ مه / باختر

د افغانستان اسلامي امارت  ريیس الوزراء ملا محمد حسن اخند د روغتیا نړېوال سازمان له عمومي مشر ډاکټر تیډروس اډهانوم کیبرویوسس  او ورسره مل هیئت سره نن په ارګ کې وکتل.

په یاده کتنه کې د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي، د روغتیا سرپرست وزیر مولوي محمد اسحاق، د کورنیو چارو معین ملا عبدالحق، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین مولوي احمدالله وثیق هم ګډون لاره.

د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې په افغانستان کې پر روغتیایي ستونزو خبرې وشوې.

د روغتیا نړېوال سازمان مشر ټیډروس وویل چې دغه سازمان له دې وړاندې هم د روغتیا په برخه کې مرستې کولې او له دې وروسته به هم دوام ورکړي.

هغه وویل چې د روغتیا نړېوال سازمان هڅه کوي چې له افغانستان سره خپلې مرستې نورې هم زیاتې کړي چې له بشري ناورین څخه وژغورل شي.

ټیډروس زیاتوي: د روغتیا نړېوال سازمان کارکوونکي چې مخکې د کرونا له امله یې شمېر کم شوی بېرته به زیات شي او خپل فعالیت به پيل کړي.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ هغه پیسې چې له افغانستان سره مرسته شوې؛ خو اوس ګنګل شوي، په وینا یې دوی به هڅه وکړي چې دغه پیسې بېرته افغانستان ته ورکړل شي.

په همدې حال کې د افغانستان اسلامي‌ امارت رییس الوزرا ورغلي هیئت ته پر ښه راغلاست سربېره د روغتیا له نړېوال سازمان څخه مننه وکړه چې له افغانستان سره مرسته کوي.

هغه وویل چې د روغتیا چارې ډیرې مهمې دي ځکه چې ولس په دغه برخه کې ډېرو خدماتو ته اړتیا لري، نو اړینه ده چې یادې برخې ته ځانګړې پاملرنه وشي.

رییس الوزرا زیاته کړه: مخکینۍ اداره چې په فساد کې یې دوهم نوم لاره؛ خو پر هغې سربېره هم ورسره نړېوالو په پراخه پیمانه مرستې کولې. په وینا یې اوس چې د اسلامي‌امارت نظام حاکم شوی او له فساده هم خالي دی، نو په کار ده چې نړیوال زیاتې مرستې ورسره وکړي.

د رییس الوزرا د څرګندونو له مخې؛ که نړېوال په روغتیا اونورو برخو کې له افغانستان سره مرستې ونه کړي، له بشري ناورین سره به مخ شي، هغه د کرونا ستونزه جدي یاده کړه او زیاته یې کړه که وضعیت همداسې دوام وکړي افغانستان به له جدي‌ستونزو سره مخ شي.

رییس الوزرا وویل چې بشري مرستې باید له سیاست څخه بېلې شي او په ازاده توګه دوام پیدا کړي.

د ده په خبره؛ ستونزې په فشارونو نه، بلکې د خبرو اترو او تفاهم له لارې حل کېدای شي. په وینا یې کوم بندیزونه چې د افغانستان اسلامي امارت پر نظام لګېدلي باید لرې شي.

هغه وايي چې د افغانستان پر اسلامي امارت لګېدلي بندیزونه او فشارونه پخوانۍ ناکامه تجربه ده چې ناکامې تجربې باید ونه کارول شي.

په غونډه کې د رییس الوزرا مرستیال ملا برادر وویل: هیله لري چې د نړیوال روغتیایي سازمان د مشر او ورسره هیئت راتګ به افغانستان ته په دې اوسنۍ وضعیت کې ډیر ګټور ثابت شي او زیاته یې کړه چې نړېوال باید د افغانستان روغتیایي ستونزې جدي ونیسي.

هغه وویل: که له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې مرسته ونه شي، په هېواد کې به روغتونونه بند شي؛ نو بیا ستونزمنه ده چې د پولیو او کرونا لپاره مرستې ورسوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي وویل چې د بشري مرستو ځنډ او ورته خنډونوجوړول  د نړیوالې ټولنې حیثیت او نوم ته زیان رسوي.

هغه زیاته کړه چې له دغو بندیزونو او فشارونو معلومېږي چې نړیوالې بشري مرستې د زور واکو په لاس کې دي.

د یادونې وړ ده چې د روغتیا نړیوال سازمان له عمومي رییس  سره په دغه هیئت کې ډاکټر احمد المنظري د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیتراني د سیمه ییز دفتر رییس ډیبورا لانس، د ملګرو ملتونو د سرمنشي خاص استازي رامیز الکباروف او د روغتیا په نړیوال سازمان کې د افغانستان برخې مشر شامل وو.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته