امنیت

دبدخشان دکانونو رييس : پاکستان ته دبدخشان دلاجوردو دقاچاقو مخه نيول شوې ده.

 دبدخشان دکانونو رييس :  پاکستان  ته دبدخشان دلاجوردو دقاچاقو مخه نيول شوې ده.
دلاجورد ډبرو يو سوداګر:  دلاجورد ډبرو په را ايستلو کې مسلکي کسان نشته
کابل باختر د سلواغي شپږ ويشتمه
دبدخشان ولايت دلاجوردو دکان  په عوايدو کې د ١٣٩٠ کال په پرتله په سلوکې ديارلس زياتوالې راغلي دي .
دبدخشان دکانونو رييس محمد اکبر باختر اژانس ته وويل  په ١٣٩١ کال کې دلاجوردو دپلورنې له پلوه شپږ ويشت مليونه افغاني عوايد ترلاسه شوي دي چې د ١٣٩٠ کال په پرتله په سلو کې ديارلس  زياتوالې  ښيي .
دده دڅرګندونو له مخې په ١٣٩٠ کال کې مو دکانونو وزارت ته يو پيشنهاد وړاندې کړل چې ددغه ولايت دکران اومنجان ولسوالۍ دلاجوردو کان داوطلبي ته وسپارل شي  چې له نيکه مرغه په روان کال کې يو افغاني شرکت بريالي اعلام شو او ټاکل شوې ده دلاجوردوکان په راتلونکې کې په فني اومسلکي ډول په ورځنيو وسايلو او تکنالوژي  سره راوايستل شي چې له يوې خوا دسيمې خلکو ته دکار زمينه برابره شي اوله بله پلوه ددولت عوايد لوړ کړي شي 
دبدخشان  دکانونو رييس په دې باب چې لاتراوسه پوري دبدخشان لاجورد دپولوله لارې  پاکستان ته قاچاق کېږي . وويل  په بدخشان ولايت کې دکانونو درياست په جوړولو او دکانونو وزارت په همکاري په دې بريالي شوي يو چې په غوڅه توګه پاکستان ته دلاجوردو دقاچاقو مخه ونيسو او اوس لاجورد پاکستان ته نه قاچاق کېږي .
دبدخشان دکانونو رييس وايي دجګړو په کلونو کې او ترڅو وروستيو کلونو پوري پاکستانيانو دبدخشان دزيباک بندر له لارې په سلوکې پنځلس  تکس اخستل .او دلاجوردو دقاچاقو په بندولو سره ، پاکستان اعلام وکړ چې دزيباک له بندر څخه د غه هيواد دلاجوردو دليږدونې تکس معاف دي چې له نيکه مرغه په دې کار هم بريالي نه شول اوموږ له پخوا څخه په لازياتو هوډ سره پاکستان ته دلاجوردودقاچاقو په مخنيوي کې هلې ځلې وکړي .
ده څرګنده کړه چې دجندوک دلاجوردو کان شپږ سمڅې لري اوله هغه څخه درا ايستلو کار په غير مسلکي او غير فني ډول ترسره کېږي چې دبريالي شرکت په راتلو سره به دغه ستونزه حل شي .
ده وويل چې دظاهر شاه او دداود خان په زمانو کې څلويښت سمڅې موجودې وې چې دجګړو په کلونوکې دغه سمڅې له سلو څخه لوړې شوي او دباروتو او دنورو چاوديدونکو توکو په واسطه دغه سمڅې بندي شوي دي چې دهغو دپرانستلو لپاره زياتو پيسو ته اړتيا ده .
اوس دکران اومنجان ولسوالۍ دلاجوردو کان دامنيت په خاطر  له يوې قرارګاه  سره شپږ امنيتي پوستي جوړي شوي دي چې دلاجورد ډبرو دقاچاقو مخه ونيول شي او هم دسرو زرو دکان په خاطر دراغستان ولسوالۍ په بيکا درکي  څلور نوري امنيتي پوستي جوړې شوي دي چې په خپل سر دکانونو درا ايستلو مخه نيول  شي 
دهغې سروې له مخکې چې دکانونو وزارت له خوا په دې وروستيو وختو کې په بدخشان ولايت کې وشوه دسرو زرو پنځه ويشت کانونه تثبيت شوي دي او دراغستان  ولسوالۍ دبيکادر دسرو زرو کان دکانونو وزارت له خوا داوطلبي ته وسپارل شو .
دغه راز په ١٣٩١ کال کې دکانونو وزارت مسلکي انجنيرانو دلاجوردو کانونه په څلورو بلاکونو ويشلي دي چې بريالي شرکت کولي شي دهمدغې بلاک بندي له مخې خپل کار پيل کړي .
دبدخشان دکانونو درييس دڅرګندونو له مخې پخوا دتجارتي لاجورد ډبرو سورت کولو او وزن کولو کارپه کابل کې دافغان زمرد شرکت په واسطه ترسره کېده چې سوداګرو ته يې زياتي ستونزې پيداکړې وې او اوس دلاجوردډبرې په خپله په بدخشان کې وزن کېږي او دقانوني پړاونو له بشپړولو وروسته سوداګر له هر بندر څخه چې وغواړي کولي شي هغه صادر کړي او ټاکل شوې ده ددغو ډبرو دمينځلو کارچې پخوا په پاکستان کې ترسره کېده دکټونکي شرکت له خوا په بدخشان کې دهغو دمينځلو زمينه برابره شي چې خلکو ته دکار زمينه او سوداګرو ته اسانتياوي برابري  شي .
دبدخشان ولايت کانونو رييس څرګنده  کړه چې ټاکل شوې ده په ١٣٩٢ کال کې دبدخشان دکانونو رياست په دغه ولايت کې دقيمتي او نيمه قيمتي منرالونو نمايشګاه جوړه کړي چې کورنۍ او بهرني سوداګر له دغو منرالونو څخه استفاده وکړي او دولت ته دښو عوايدو زمينه برابره شي .
  په هدې حال کې دلاجورد ډبرو يو سوداګر عزيز الله وايي ددغو ډبرو په را ايستلو کې مسلکي کسان نشته او دغه قيمتي ډبرې په غير فني ډول را ايستل کېږي او ددې امکان شته چې زياته برخه يې له منځه  لاره شي اوپه بيه کې يې کمښت رامنځته شي
ده وړانديز وکړ دغه کانونه چې دهيواد ملي پانګه ده داوطلبې  ته وړاندې شي چې را ايستل يې  په فني ډول ترسره شي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته