اقتصاد

په پنجشير کې دتوتو جشن جوړ شو .

کابل باختر د چنګاښ پنځلسمه : د توتو اووم جشن پرون په پنجشير ولايت کې جوړ شو . د باختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دتوتو په دې جشن کې دپنجشير ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست له خوا د دغه ولايت دکرنې ، اوبو لګولو او مالدارۍ له رياست سره په همغږۍ کې دکرنې ، اوبو لګولو او مالدارۍ د وزير انجينر نصير احمد دراني ، د سنامجلس د لومړي نايب محمد علم ايزديار ، د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د فرهنګي چارو د معين پوهاند محمد رسول باوري ، د پنجشير د والي انجينر کمال الدين نظامي ، په ولسي جرګه کې دپنجشير د خلکومنتخبې وکيلې قاضي راحلې سليم ، د پنجشير ولايت د مرستيال محمد امين صديقي ، د بېلابېلو ادارو د رېيسانو ، عالمانو ، شاعرانو ، د هېواد د يوشمېر ولايتونو د ليکوالو ، ښځو او ځوانانو په شتون جوړ شو . په دې جشن کې د شعر او طنز په لوستلو سربېره ، سيمه ېيزه موسيقي ( قرصک او دټوپکو ډزې ) هم اجرا شوه ، چې د برخه والو د زياتې علاقمندۍ وړ وګرځيده. دغه جشن نن هم دوام لري . د يادونې وړ ده چې پرون د غرمې وروسته اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله هم په دې جشن کې له ملګري هيئت سره ګډون وکړ . ختم_ ف _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته