سیاستخبرونه

د افغانستان اسلامي امارت پلاوي نن د ټرایکا پلس په ناسته کې ګډون وکړ

– کابل/ د وري١١ مه / باختر
په دې غونډه کې د چین، روسیې او امریکا په ګډون د ناستو هېوادونو استازو ژمنه وکړه چې د ګډې همکارۍ له لارې به په افغانستان کې د اقتصادي ودې او ثبات لپاره کار کوي.
د غونډې برخوالو هېوادونو ژمنه وکړه چې ټولې هڅې یې د افغانستان او سیمې د ثبات لپاره دي. په خبره یې د افغانستان منزوي کېدل د هیچا په ګټه نه دي او د بندیزونو او فشارونو واردولو پر ځای دې د افغانانو لاسنیوی وشي.
په یاده غونډه کې د هېواد د کانونو او پترولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور وویل چې اوس مهال په افغانستان کې مرکزي حکومت او سرتاسري امنیت رامنځته شوی او د تداوم لپاره یې ستاسو همکارۍ ته اړتیا ده.
نوموړي زیاته کړه چې اسلامي امارت ته ۴۰ میلیوني هېواد په داسې حال کې پاتې شو چې هر څه یې له منځه وړل شوي وو؛ خو اوس مهال په ټولو برخو کې ورځ تر بلې پرمختګونه روان دي؛ خو د نړیوالو مرستې به وکولای شي چې د سیمه ییزې ښېرازۍ لپاره په افغانستان کې مهم رول ادا کړي.
هغه زیاته کړه چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد په زیان استعمال نه شي او هغه چا ته به هم اجازه ور نه کړي چې له دې خاورې د سیمې او نړۍ هېوادونو ثبات ته زیان ورسوي.
بارکزی

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته