امنیت

دکابل په شمال کې دوسله والو طالبانو په ډله کې په غړيتوب ددوه سوه تنو مشکوکوکسانو نيول کيدل .

-کابل باختر دثور شپاړلسمه :
دوه سوه تنه مشکوک کسان چې ګومان کيږي دطالبانو په ډلې پورې اړه لري دامنيتي ځواکونو له خوا دافغانستان دپايتخت کابل په شمال کې دپروان ولايت په مربوطاتو کې ونيول شول .
دغه کسان چې زياتره يې پاکستاني اتباع دي پرون کله چې غوښتل  دافغانستان شمال ته سفر وکړي نيول  شوي دي .
دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ يوه خبرځاى دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه دوه سوه تنه په دوو بس موټرونو او په يوه بار وړونکي موټر سپاره و او غوښتل يې چې دافغانستان شمال ته لاړشي .
دپوليسو دغه مقام تاييد کړه چې زياتره نيول شوي کسان پاکستاني  اتباع دي .
ځينې دغه کسان په هغه موټر سپاره وو چې په ښکاره ډول څاروي  دافغانستان شمال ته ليږدوي .
امنيتي مامورين وايي چې له دغو کسانو څخه تحقيقات دوام لري .
پوليس وايي ښايي چې دغه کسان دوسله والو طالبانو دډلې غړي وي او له هغو طالبانو سره دمرستې لپاره چې دافغانستان په شمال کې يې ماتې خوړلې ده دغوسيمو ته لاړ شي .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته