TOPورزش

د افغانستان اوهند د کرکټ ټيمونه سيالي کوي

کابل / د لړم١١/ باختر:
د افغانستان د کرکټ ملي ټيم سبا د هند د کرکټ له ملي ټيم سره لوبه کوي.
دا لوبه به د شل آوريز نړيوال جام د سياليو په ترڅ کې سبا ماښام د افغانستان په وخت ٦ بجې ترسره شي .
په دغو سياليو کې د افغانستان د کرکټ ملي ټيم تراوسه پورې د سکاتلند او ناميبيا ټيمونو ته ماتې ورکړې ده او د پاکستان پر وړاندې ماتې خوړلې ده.
د افغانستان او نړۍ د کرکټ مشهور ستورى راشد آرمان هيله من دى چې دهند پر وړاندې د برياليتوب په ترلاسه کولو سره د دغو سياليو راتلوونکي پړاو ته د رسېدو لپاره هيلې زياتې شي.
له بله پلوه د افغانستان د کرکټ بورد يو مسوول باخترآژانس ته وويل چې د افغانستان د کرکټ ملي تيم د هند له ملي ټيم سره لوبې ته چمتو دى او د برياليتوب په هيله د لوبې ډګر ته ځي.
ج\ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته