اقتصادTOP

د افغانستان اوپاکستان ترمنځ دهوايي شرکتونو الوتنې له سره پيلېږي

کابل/د تلې ٢٤مه /باختر
هوايي شرکتونه په نږدې راتلونکې کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ خپلې الوتنې له سره پيلوي.
د افغانستان د ترانسپورت اوهوايي چلند وزارت د اريانا ، کام ايراود پاکستان د پي آي اي له هوايي شرکتونوغوښتي دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مسافرود لېږدونې لپاره خپل فعاليتونه بيا پيل کړي خو له دغو شرکتونو غوښټل شوي دي چې د خپلو ټکټونو بيه د شرايطوله مخې عادي کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان هوايي شرکت او يو شمېر کورنيو شرکتونو پاکستان ته د مسافرو په لېږدونې اوله هغه ځايه افغانستان ته د مسافرانو د لېږدونې بيې د ورځې له بيې څخه تر ١٥ځلې زياته کړې ده .
په عادي ورځو کې د کابل – اسلام اباد د تکټ بيه١٥٠ ډالره و خو په وروستيو ورځوکې دغه شمېر تر ٢٥٠٠ډآلرو پورې زيات شوى دى.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د الوتنود پيلېدو تصميم د افغانستان د ترانسپورت اوهوايي چلند وزارت د سرپرست ، په کابل کې د پاکستان د سفير او د اريانا ، کام اير او د پاکستان د پي اي اې د شرکتونو د استازو ترمنځ په يوه غونډه کې نيول شوى دى.
په دې غونډه کې هوايي شرکتونو د افغانستان د ترانسپورت اوهوايي چلند د وزارت غوښتنه منلې ده چې د ټکټونو بيه ټيټوي. په دې اړه وپتيل شوه چې د دغو دريو شرکتونو فني ټيمونه کار وکړي.
د افغانستان د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت پرون د يوې خبرتيا په خپرولوسره د پاکستان د هوايي شرکت او د کام ايرله هوايي شرکت څخه وغوښتل چې د کابل- اسلام اباد د تکټونو بيه ټيټۀ کړي.
دغه وزارت ويلي و چې په دغه تګلورې کې د تکتونو بيه دغه هوايي شرکتونه بايد د اسلامي امارت له برياليتوب څخه مخکې د بيې له مخې تنظيم کړي.
دغه وزارت خبردارى ورکړې و چې د سرغړونې په صورت کې د کابل –اسلام اباد په تګلوري کې د پاکستان او د افغانستان د کام اير د هوايي شرکتونو الوتنې بندېږي.
له دغه خبردارى وروسته د پاکستان هوايي شرکت اعلام وکړچې کابل ته يې خپلې الوتنې بندې کړي دي.
بهر ته د سفرلپاره د افغانستان د خلکو دعلاقمندى په زياتوالي سره هوايي شرکتونو د خپلوتکتونوبيې زياتې کړي دي چې د خلکو د انديښنې سبب شوي دي.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته