سیاست

د افغانستان او اندونیزیا مشرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر پراخوالي ټینګار وکړ

کابل باختر دسلواغې  لسمه :
د اندونیزیا جمهوررئیس جوکو ویدودو پرون له غرمې مخکې چې د دغه هېواد د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ په رسمي سفر کابل ته راغلی وو، په حامدکرزي نړى وال هوايي ډګر کې یې د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد محمدسرور دانش، د بهرنیو چارو او مالیې وزیرانو او یو شمېر نورو دولتي لوړ پوړو مقاماتو هرکلی وکړ.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د جمهوري ریاست ارګ ته د اندونیزیا دجمهوررئیس د رسېدو پرمهال دواړو غاړو ته ولاړو ماشومانو چې ملي کالي یې په ځان  وو، د هرکلي په دود د افغانستان او اندونیزیا بیرغونه رپول. د تشریفاتو قطعې له معاینې او د دواړو هېوادونو د ملي سرودونو له غږولو وروسته یې د افغانستان د اسلامي جمهورریت جمهوررئیس محمداشرف غني رسمي هرکلی وکړ. 
وروسته د داوړو هېوادونو جمهور رئیسانو او لوړپوړو پلاويو له یو بل سره وکتل او د اقتصادي، حرفوي زده کړو، د هوایي دهلیز په شمول د صادراتو او وارداتو له شته فرصتونو څخه د استفادې، د مشترکې اقتصادي کمېټې پر جوړولو، د دوه اړخیزه اړیکو پر پراختیا او د دواړو هېوادونو د عالمانو د کتنو په اړه بحث او خبرې وکړې.
په دې کتنه کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم د اندونیزیا جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: له تاسې مننه چې په دې وخت کې مو افغانستان ته تشریف راوړ او زموږ حکومت او خلکو سره مو خواخوږي او غمشریکي وکړه. هغه زیاته کړه د افغانستان حکومت د اندونیزیا د حکومت او خلکو د مرستې او همکارۍ له امله مننه کوي.
د اندونیزیا جمهوررئیس په داسې حال کې چې جمهوررئیس غني، د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د اندونیزیا لوړ پوړي پلاوي او د افغانستان دولت یو شمېر لوړپوړو مقاماتو هم حضور درلود، د ارګ په جامع جومات کې د ماسپښین لمونځ ادا او د وروستیو تروریستي پېښو د شهیدانو روح او په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره دعا وکړه.
ورپسې د افغانستان او اندونیزیا مشرانو په یوه ګډ مطبوعاتي ناسته کې حضور وموند او د خپلو کتنو د پایلو په اړه یې معلومات وړاندې کړل.
جمهوررئیس غني په دې مطبوعاتي ناسته کې وویل: یو ځل بیا د وروستیو تروریستي بریدونو او په کابل  کې په ننني تروریستي برید کې د خپلو هېوادوالو د شهادت له امله د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ مراتب څرګندوم او د قربانیانو کورنیو ته د جمیل صبر هيله کوم.
هغه د اندونیزیا جمهوررئیس ته په خطاب کې وویل: تاسې په داسې ورځ  د خپل ورور او ملګري هېواد پلازمېنې ته راغلۍ چې د افغانستان خلک د ویر پر ټغر ناست دي،  ستاسې له خواخوږۍ، جرئت او د سولې په برخه کې ستاسې له ژمنې څخه مننه کوم.
جمهوررئیس غني زیاته کړه، اندونیزیا د نړۍ له لویو دیموکراسیو او د اسلامي نړۍ له ګڼ نفوسه او لویو هېوادونو څخه دی چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د دې هېواد رول بېساری دی او موږ له اندونیزیا سره د ګډو ارزښتونو په لرلو ویاړو.
جمهوررئیس زیاته کړه: اندونیزیا د اسیا او نړۍ له مهمو قدرتونو څخه شمېرل کېږي چې د نړۍ ټول اقتصادي تعادل د دې هېواد په اقتصاد پورې تړلی دی.
هغه اندونیزیا د سیمه ییزې همکارۍ مثبته بېلګه وبلله زیاته یې کړه، دا هېواد که څه هم چې ګڼ توکمه او د زیاتو دینونو پیروان لري د ملي یووالي ښه بېلګه شمېرل کېږي او د تعادل سمبول دی چې له دې پلوه موږ ته ارزښت لري.
جمهوررئیس د سیمه ییزې همکارۍ د ایجادولو او د اسلامي هېوادونو د همپالنې او په نړيوال کنفرانسونو کې د اندونیزیا د جمهوررئیس سالمه او رغوونکې رهبري وستایله.
هغه زیاته کړه، د افغانستان د تاریخ په دې حساس پړاو کې موږ په یوه برخلیک ټاکونکې مرحله کې یوو او د افغانستان ولس او حکومت د راتلونکو واضح، عملي او جدي  اقداماتو په اړه تصمیم نیسي.
جمهوررئیس وویل، مخکې به چې کله په تروریستي بریدونو کې د ملکي وګړو د تلفاتو شمېره لوړه وه، طالبانو به د مسوولیت منلو څخه انکار کاوه، خو دا ځل طالبانو د معمول خلاف جمهوریت روغتون ته نږدې د تروریستي برید چې د ملکي وګړو د تلفاتو شمېره یې لوړه وه، مسوولیت ومانه.
د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه، طالبانو دا ځل د خپلو بادارنو په فرمایش له ځنډ پرته مسوولیت ومانه، چې خپل بادار ته له سیاسي انزوا څخه د وتلو زمینه برابره کړي. هغه دغه راز زیاته کړه: اوس د طالبانو د انتخاب وخت رارسېدلی، هغه څوک چې افغانان او مسلمانان دي له خپلو خلکو او دین سره دې ودرېږي، خو هغوی چې له دې خاورې سره تړاو نه لري او زموږ د خلکو پر وړاندې د جنګ اعلان کوي، باید په دې پوه شي چې زموږ د ملت غچ به چټک، مصمم او هراړخیز وي.
جمهوررئیس محمداشرف غني وویل: نړيوال دوستانو څخه د افغانستان د خلکو توقع دا ده چې د هرې ممکنه وسیلې له لارې هغه هېوادونه چې د تروریزم ملاتړ او وحشي تروریستانو ته پناه او اسانتیاوې برابروي، له دې ناقانونه او غیراخلاقي سرغړونې څخه لاس په سر کړي او که دا هېوادونه له نړيوال قوانینوسرغړونه وکړي، هغوی دې تجرید او منزوي کړي.
هغه څرګنده کړه: هیله لرو افغانستان د ګډو موخو په ځانګړي ډول له افراطیت سره د مقابلې په برخه کې د خپل دوست او ورور هېواد اندونیزیا له تجربو او نېکو مشورو څخه زياته ګټه واخلي.
محمداشرف غني له افراطیت او تروریزم سره د مقابلې په خاطر د دواړو هېوادونو د عالمانو لیدلورو ته په اشارې وویل: علمای کرام باید د داسې اشخاصو پر ضد چې د شریعت او دیني علم له ادرسه، ځانته حلال او حرام یو ډول او نورو ته په بل ډول تعریفوي او یا هم قتل او وینه بهوي، توجیه او پر وړاندې دې ودرېږي.
جمهوررئیس غني وویل: د دې وخت رارسېدلی چې ټول اقشار خپلې کوچنۍ، شخصي او ډله ییزې ګټې د هېواد د لوړو ګټو په مقابل کې څنګ ته کړي، له تفرقې او نفاق څخه ځان وساتي او په نظام په ځانګړي ډول د هېواد په امنیتي ځواکونو کې د اصلاحاتو ملاتړ وکړي.
جمهوررئیس د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو مېړانه او سرښندنې وستایلې او په امنیتي سکتور کې یې د لا زیاتو اصلاحاتو په موثریت ټینګار وکړ، وې ویل: موږ د یوې حساسې او سرنوشت ټاکونکي مرحلې په دوه لارې کې قرار لرو،ځکه موږ د اصلاحاتو له جدي ګڼلو، قاطع او جدي پرېکړې پرته بل انتخاب نه لرو.
هغه زیاته کړه: اوس چې په دفاع وزارت کې اصلاحاتو نتیجه ورکړې، زموږ ځانګړو ځواکونو او باشهامته اردو دښمن د جګړې په ډګر کې له ماتې او مایوسۍ سره مخامخ کړی،له دې امله نامرده دښمن د عامو خلکو وژنې ته مخه کړې ده.
جمهوررئیس وویل، دا چې سوله زموږ د خلکو حیاتي او اساسي اړتیا ده، موږ مجبور یوو چې دا سوله د ولس په ملاتړ ترلاسه کړو او د خپلو مظلومو خلکو د وینې بدل واخلو، ځکه عدالت زموږ د خلکو غوښتنه ده او موږ د دې غوښتنې پر ځای کولو ته اړ او ژمن یوو چې ددې اقداماتو جزئیات به له خلکو سره شریک شي.
وروسته د اندونیزیا جمهوررئیس جوکو ویدودو خبرې وکړې او په وروستیو تروریستي پېښو یې د افغانستان حکومت او خلکو سره د خواخوږۍ او غمشریکۍ ترڅنګ ټپیانو ته د روغتیا او د افغانستان حکومت، خلکو او د قربانیانو کورنیو ته د صبر او زغم هیله وکړه.
هغه دغه راز د افغانستان حکومت له مېلمه پالنې څخه مننه وکړه وې ویل، اندونیز یا د ۲۰۱۸ کال په اپریل میاشت کې د جمهوررئیس غني سفر ته سترګې په لاره ده.
ښاغلي جوکو ویدودو وویل، شپږ لسېزې وروسته داندونیزیا د دویم جمهوررئیس په توګه افغانستان ته سفر کوم چې دا سفر د افغانستان لپاره د اندونیزیا د دوامداره ژمنو ښکارندویي کوي.
د اندونیزیا جمهوررئیس څرګنده کړه، له جمهوررئیس غني او د افغانستان نورو مقاماتو سره زما او راسره پلاوي کتنې ګټورې وې او موږ د افغانستان د سولې په پروسه کې د اندونیزیا د همکارۍ په اړه خبرې وکړې چې په ټولو برخو کې به له افغانستان سره همکاري وکړو.
هغه زیاته کړه، د اندونیزیا دولت په پام کې لري په کابل کې د اندونیزیا اسلامي مرکز پرانېزي چې ما او جمهوررئیس غني په خپله کتنه کې پر دې موضوع د نظر یووالی درلود او دواړه هېوادونه به په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې لازیاته همکاري ولري.
د اندونیزیا جمهوررئیس د دې مطبوعاتي ناستې په پای کې وویل، د اندونیزیا دولت چمتو دی د افغانستان له حکومت سره په زیربنایي چارو او افغان محصلانو ته د تحصیلي بورسونو د ورکړې په برخه کې مرسته وکړي.
وروسته د اندونیزیا جمهوررئیس او ورسره پلاوي د جمهوررئیس غني له لوري د دوی په ویاړ برابره شوې مېلمستیا کې ګډون وکړ.
په دې مېلمستیا کې د افغانستان لومړۍ مېرمن، د افغانستان یو شمېر لوړ پوړو مقاماتو، په کابل کې مېشتو سفیرانو او کورډیپلوماتیک استازو حضور درلود، جمهوررئیس غني د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د پیاوړتیا په خاطر د اندونیزیا د جمهوررئیس د قدر وړ خدمتونو  د قدردانۍ له امله هغه ته د غازي امان الله خان عالي دولتي نښان ورکړ.#  پاى-ذ

دوام

ورته لیکنې

Leave a Reply

Your email address will not be published.

دکمه بازگشت به بالا