سیاستخبرونهامنیتTOP

د افغانستان او ایران ترمنځ د سرحدي ستونزو د حل په موخه  ناسته وشوه

کابل، غوايي۲۴ مه ، باختر

د افغانستان د ملي دفاع وزارت او د ايران اسلامي جمهوريت د پلاوو ترمنځ د مخکېنۍ هوکړې مطابق، د دواړو هېوادونو ترمنځ د هرات ولايت دوغارون او په يو شمېر نورو سرحدي کرښو کې د جګړو، ترينګلتياوو او ستونزو د هوارۍ په موخه، د دواړو لوریو ترمنځ تېره ورځ د ایران په تابیا ناسته وشوه.

په دې ناسته کې د افغان پلاوي مشري د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز د ارکان رییس شبیراحمد عثماني او د ایراني پلاوي مشري بیا د یاد هېواد وسلوال پوځ د لوی درستیر مرستیال قاسم رضايی کوله.

په غونډه کې دواړو لورو د اختلافي مسایلو د اصل او ترنیګلتیاوو د تکرار په مخنیوي خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې په لاندې مواردو هوکړه وشوه:

– د دواړو لوريو په سرحدي کنډکونو کې د معينانو په توګه د کسانو پيژندنه-

د دواړو سرحدي کنډکونو ترمنځ د اړيکو او همغږۍ شتون-

په راتلونکي کې د ترينګلتياوو مخنیوی او د خبرو له لارې د ستونزو حل؛-

تر ۳ نورو جلسو پورې د ناستو پر دوام ټينګار؛ د دې ناستې په دوام،د دواړو هېوادونو د امنيت د ټينګښت له پاره دوه اړخيزه همکاري؛ د سرحدونو لا خونديتوب، د انساني قاچاق او نشه یي توکو مخنيوی او په بلا عوضه همکاريو بحثونه او خبرې وشوې.

هېره دې نه وي چې دغه ناسته په داسې حال کې تر سره شوه چې تر دې وړاندې وخت ناوخته د دواړو لوريو ترمنځ په سرحدي سیمو کې د اختلافاتو له کبله ستونزې را ولاړېږي او ځینې وخت بیا دغه ستونزو له کبله د دواړو هېوادونو د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښتې هم شوې دي.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته