کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٧نيټه :
د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ ملي ټيمونه نن پنجشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۷» په خپلو کې درېيمه ٢٠ آووره لوبه ترسره کوي.
افغانستان په هندوستان کې د بنګله دېش په وړاندې د روانو سياليو دغه لړۍ، د تېرو دوو پرله پسې برياوو له کبله ګټلې ده.
د کرکټ بورډ مطبوعاتي مسوول فريد هوتک ازادي راډيو ته وويل، افغان ټيم درېيمې مسابقې ته پوره چمتو والى نيولى دى.
ده زياته کړه: "لوبډله له پوره چمتووالي سره د بنګله دېش په وړاندې لوبه کوي. تمه ده افغان لوبډله د بنګله دېش په وړاندې په درېيمه لوبه کې هم ښه لاسته راوړنه ولري."
د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ ټيمونه د هندوستان د دهرادون ښار په ورزشي لوبغالي کې دغه مسابقې کوي.
په عين حال کې په پام کې ده،د افغانستان او هندوستان ملي ټيمونه د لومړي ځل لپاره راتلونکې پنجشنبه په خپلوکې ټېسټ لوبه وکړي.
پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل