سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د افغانستان او بهرنیو ترمنځ اړیکې د پراختیا په حال کې دي

 تبصره، کابل، د غبرګولي١٤ مه، باختر

له بهرنیو هېوادونو او په ځانګړې توګه د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د سیاسي اړیکو پراخېدو د دغو هېوادونو ترمنځ د لا ښه ثبات لپاره هیلې زیاتې کړې دي.

د باخترآژانس مبصرليکي: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي ويلي:«په هېواد کې د یو شمېر سفارتونو په پرانېستلو سره د نړۍ له هېوادونو سره ډیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې د پراختيدو په حال کي دي»

نوموړی په دې باور دی چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د نړۍ له هېوادونو سره       د اسلامي امارت د اړیکو ساحه پراخېږي.

هغه د سیمې د هېوادونو ترمنځ د متوازنې سیاسي حل لارې پر پرمختګ ټینګار وکړ او ویې ویل، “موږ له ټولې نړۍ سره متوازن سیاست پرمخ وړو، موږ نن له خپلو ګاونډیانو سره کومه ستونزه نه لرو، د شېرخان بندر نن پرانيستى دى، د حيرتان بندر هم خلاص دى، د تورغونډۍ او اسلام قلعه  بندرونه خلاص دي، سپین بولدک او تورخم هم خلاص دي، موږ ټول ښې اړیکې لرو، “افغانستان ورو ورو د اقتصاد په مرکز بدلېږي، چې دا یوه ښه سياست  لاره ده».

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې اسلامي امارت په دې وروستیو میاشتو           او ورځو کې د یو شمېر هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د سیاسي استازو او همدارنګه په تېره اوونۍ کې د یوه هندي پلاوي کوربه توب کړی دی.

اسلامي امارت د بيا واکمنېدو  په لومړیو ورځو کې له نړۍ سره د تعامل مفکوره وړاندې کړه  او ټینګار یې کاوه چې افغانستان به هېڅکله په نورو هېوادونو په چارو کې مداخله ونه کړي او خاوره به یې د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.

اسلامي امارت په خپل بهرني سیاست کې له ګاونډیو سره د متوازنو اړیکو پر اصولو ولاړ دی. افغانستان له هغو ستونزو سره چې د سیمې او بهر د ځینو هېوادونو ترمنځ شته، هېڅ تړاو نه لري؛ که ممکنه وي، د دواړو خواوو ترمنځ د سولې راوستو هڅه کوي او که امکان ونه لري، په هغو مسايلو کې دخالت نه کوي چې افغانستان پورې اړه نه لري.

د اسلامي امارت چارواکو هڅې دا دي، چې د افغانستان د ترانزیت له لارې د سیمې هېوادونه سره ونښلوي او په هېواد کې شته اقتصادي فرصتونه چې له بډایه کانونو څخه جوړ شوي، د سیمې هېوادونو په پانګونې سره بدل کړي.  

اسلامي امارت د ګاونډیو او سیمې هېوادونو په اړه خيرخواهانه فکرلري، اسلامي امارت له هند سره خپل مناسبات د نورو له سياليو پرته پراخوي، د پاکستان د طالبانو تحریک او د پاکستان د حکومت تر منځ د خبرو اترو زمینه برابره کړې ده او پر هېڅ هېواد د نفوذ هڅه نه کوي.

برعکس په سترو اقتصادي پروژو کې د رېل پټلۍ له غځولو نیولې د ترانزیټي لارو تراسانتیاوو، د ټاپي پروژې او نورو پروژو د پیل هڅې، د سیمه ییزې سیالۍ فکر،      د سیمې هېوادونو ترمنځ د امنیتي اندېښنو حل او د باور فضا رامنځته کول دي او په دې کار کې هم بریالی دی، کابل ته د هندي پلاوي سفر،  د پاکستان د طالبانو تحريک او د پاکستان د حکومت ترمنځ بامعنی خبرو ته لاره هواره کړه، له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو بندرونو د پرانیستلو دوام… د اسلامي امارت ترمنځ په اړیکو کې د زیاتېدونکي تمایل بېلګې او بهرني هېوادونه په تېره بيا ګاونډي هېوادونه او سيمې، چې پايله به يې د هېوادونو تر منځ له سوکالۍ او همکارۍ پرته بل څه نه وي.

\  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته