کابل/ د وري ۱۰مه/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني او د تاجکستان جمهوررئیس امام علي رحمان په حضور کې، د دواړو هیوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پنځه تفاهم لیکونه او یادښتونه لاسلیک شول. د همکاریو دغه تفاهم لیکونه او یادښتونه په سیاسي، امنیتي، سوداګریزو، ترانسپورټي، ترانزیټي، انرژۍ او فرهنګي برخو کې د دواړو هیوادونو د اړوندو مسوولینو له لوري لاسلیک شول. همداراز د دواړو هیوادونو د مشرانو په دوه اړخیزه غونډه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او تاجکستان جمهوریت ترمنځ ګډه اعلامیه هم لاسلیک شوه.
15 د یوې دقیقې څخه لږ