سیاست

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ همکارۍ پراختیا مومي

کابل / د مرغومې ۲۶ مه / باختر
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ لوړ پوړی پلاوی چې د ترکمنستان په بلنه یې مرکز عشق اباد ته سفر کړی؛ پرون یې د یاد هېواد د صدر اعظم له مرستیال او بهرنیو چارو له وزیر رشید مرادوف او له نورو مسووولینو سره پر سیاسي، امنیتي، ډیپلوماټیکو اړیکو، ټاپي پروژې، اقتصادي اړیکو او پر یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دغو کتنو کې د افغانستان- ترکمنستان ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، ډیپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو، امنیتي همکاریو، ټاپي او ټاپ پروژو د ژر پیلېدو، سوداګرۍ، خصوصي سکتور فعالیت پر ودې ، مرمر ډبرې، وچې او تازه مېوې او د نورو توکو صادراتو پر ډېروالي او په ځانګړي ډول راتلونکي پسرلي کې په اقېنه او تورغنډۍ بندرونو کې د اورګاډي نیمګړو پروژو بشپړول او په افغانستان کې پر لمریزې او بادي برېښنا د پانګونې پر موضوعاتو خبرې شوې دي.
دغه راز په کتنو کې هوکړه شوې چې د افغانستان لار به د ټرانزیټ لپاره د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ وکارول شي او له همدې لارې به ګاز، معدنونه، خوراکي او نور سوداګریز توکي لېږدول کېږي.
د دواړو لوریو تر منځ هوکړه شوې چې د روانې جنوري میاشتې پر ۲۲ به دوه اړخیز تخنيکي ټېمونه په کابل کې ناسته کوي او د برېښنا د ټوټاپ پروژې او رېل پټلۍ غځونې کار به د را روان کال پسرلي (مارچ) کې افتتاح او عملا پېل شي.
د یادونې وړ ده چې د کرونا ناروغۍ له امله په افغانستان کې د لسګونو محصلینو په اړه هم خبرې شوې چې د مارچ له پېل سره به په تدریجي توګه یاد هېواد ته د ورتګ اجازه ورکړل شي او هوکړه شوې چې ترکمنستان به افغان محصلینو ته د نفت او ګازو، رېل پټلۍ او نورو تخنیکي برخو کې تحصیلي بورسونه ورکوي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته