کابل، د غبرګولي ۱۹ مه، باختر
ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام په سوپر لیګ کې نن د غبرګولي په ۱۹ نېټه د زیمبابوې له ټيم سره خپله دریمه لوبه ترسره کړي.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د المپيک ملي کمېټه وايي، چې دغه لوبه به نن له غرمې مخکې په ۱۱:۴۵ دقیقو ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له زيمبابوې څخه دوه مخکينۍ لوبې هم ګټلې دي.
افغان کرېکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام سوپرلیګ سیالیو کې په خپله لومړۍ لوبه کې زیمبابوی لوبډلې ته په ۶۰ منډو ماتې ورکړه او په دویمه لوبه کې یې دغې لوبډلې ته په ۸ ویکټو ماته کړه.
د یادونې وړ ده چې د کرکټ سوپر لیګ سیالۍ د کرکټ نړیوال جام ته د غوره لوبډلو د لار موندلو په موخه ترسره شوې دي.
دغه سیالۍ د ۲۰۲۰ کال د جولای په میاشت کې پیل شوې او ټاکل شوې چې د ۲۰۲۳ کال تر مې پورې دوام وکړي.
| ذ