اقتصاد

د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارتي راکړه ورکړه له سره پيل شوه

کابل / د تلې ۳۰مه / باختر
د تورخم لارې په پرانیستلو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارتي راکړه ورکړه له سره پيل شوه.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ پرون سهار او کابل ته د پاکستان د بهرنيو چارو وزير له سفر سره جوخت پاکستاني مسوولينو د تورخم لارې پر پرانیستلو اقدام وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت د برياليتوب په څه دپاسه دوو مياشتو کې له پاکستان سره د افغانستان لارې د مسافرو او تجارتي کاروانونو پرمخ تړلې وې.
د دغو لارو تړل کېدل د افغانستان د تازه ميوو او سبو د خوسا کېدو سبب شوي دي.
د افغانستان اسلامي امارت وياند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معينيت سرپرست ذبيح الله مجاهد باختر آژانس ته وويل چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ژمنه کړې ده چې له دې وروسته له افغانستان سره خپلې لارې د تل لپاره پرانيزي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزې راکړې ورکړې لپاره اسانتياوې برابروي.
مجاهد وايي چې پاکستاني لوري د اسلامي امارت د مقاماتو په غوښتنه ژمنه کړې ده چې د افغانستان خلکو ته د ويزې په ورکولو کې هم اسانتياوې برابروي.
هغه وويل چې ټاکل شوې ده د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارو کې ناروغانو او ناروغ لرونکو ته ويزه ورکړل شي چې په اسانۍ سره وکولاى شي د درملنې لپاره پاکستان ته لاړ شي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته