کابل،د چنګاښ٨مه، باختر
مرکزي بانک د بانکي سکتور د ستونزو د حل کولو په اړه د افغانستان لپاره د امريکا د متحده ايالاتو د ځانګړي استازي تام ويست د وروستيو څرګندونو هرکلى وکړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ مرکزي بانک نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي، چې د افغانستان لپاره د امريکا د متحده ايالاتو ځانګړي استازي تام ويست په عربي متحده اماراتو کې د افغانستان له يو شمېر سوداګرو سره په کتنه کې ډاډ ورکړ، چې د افغانستان د بانکي نظام د لارې په سر پرتې ستونزې به ډېر ژرحل کوي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د افغانستان بانک د افغانستان د بانکي سکتور د لارې په سر د ستونزو د حل کولو او د محدوديتونو د لرې کولو په اړوند د ښاغلي ويست د دغه اقدام او نيک نظر څخه د قدردانۍ په ترڅ کې له نړيوالې ټولنې په تېره بيا د امريکا له متحده ايالاتو غوښتنه کوي، چې په نورو برخو کې هم له افغانستان سره رغنده تعامل وکړي، چې د افغانستان او د نورو هېوادونو ترمنځ اغيزمن مراودات يوځل بيا پيل شي.
د افغانستان بانک د بانکي سکتور د څارونکي او قانون جوړونکي په توګه د هېواد خلکو ته ډاډ ورکړى، چې د هېواد د بانکي سکتور د لارې په سر د پرتو چلنجونو د لرې کولو لپاره له خپلو کورنيو او بهرنيو شريکانو سره د هرې ممکنې لارې خپلو هڅو ته دوام ورکوي او د بانکي سکتور د پرمختګ او ودې او د هېواد په اقتصادي وده کې د ګټور رول په اړه په خپلو ژمنو عمل کوي.
د يادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت په رامنځته کېدو سره د افغانستان نیږدې ١٠ ميليارده ډالره زېرمه د امريکا او اروپا په بانکونو کې کنګل شوې او د افغانستان اسلامي امارت دغه پيسې د افغانستان د خلکو شتمنۍ بولي او له قيد او شرط پرته ډېر ژر د هغه د ازادولو غوښتنه کړې، خو دغو هڅو تراوسه پورې کومه نتيجه نه ده ورکړې.
\ ج