خبرونهاقتصاد

د افغانستان بانک او ملي بانک مسؤلینو د هلمند ولایت د صرافانو اتحادیې له غړو سره وکتل

 کابل، د غبرګولي ۱۸ مه، باختر

پرون مازدیګر د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د افغانستان بانک او ملي بانک مسؤلینو د صرافانو د رهبرۍ له غړو سره په لیدنه کې د صرافانو پر فعالیتونو، امنیتي وضیعت، جوازونو او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت په تړاو خبرې وکړې.

د غونډي په پیل کې صرافانو د اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت ، د زړو ډالرو او میده افغانیو په تړاوو خپلي ستونزې او غوښتنې شریکې کړې.

د افغان ملي بانک مدیر زلمي نوراني د باختر آژانس سره د خبرو پر مهال وویل هغه ډالر چې نیټه یې له ۱۹۹۶ کال څخه مخکې وي او یا هم څېرې شوي، پلستر شوي او یا یې شکل له منځه تللی وي د افغانستان بانک او ملي بانک ته د منلو وړ نه دي.

د افغانستان بانک مدیر مولوي محمد نسیم آغا د صرافانو د خبرو، ستونزو او غوښتنو تر اورېدو وروسته وویل چي د افغانستان بانک د ډالرو پر وړاندې دا اقدام د مالي او بانکي حسابونو د پیاوړتیا او ښه والي په موخه ترسره کړی دی.

همدا راز ښاغلي مولوي محمد نسیم آغا د صرافانو او د هغوی پر وړاندې د ستونزو په اړه هم خبرې وکړې او د هغوی سره یې د قانون په چوکاټ کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته