کابل، د چنګاښ١٤مه، باختر
د افغانستان بانک د دغه بانک د نمايندګيو د امنيت د تامنيولو په مقصد د عامه ساتنې له ملي تصدۍ سره امنيتي تفاهم ليک لاسليک کړ.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ دغه بانک نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د افغانستان بانک لومړي مرستيال نور احمد آغا د دغه تفاهم ليک لاسليکول ارزښتناک وبلل او د مرکزي بانک او د عامه ساتنې د ملي تصدۍ ترمنځ پر زياتو امنيتي همکاريو یې ټينګار کړى دى.
د يادونې وړ ده چې د عامه ساتنې ملي تصدۍ د بانکونو د امنيت د تامينولو په ګډون په هېواد کې د بيلابيلو برخو د امنيت د تامينولو مسووليت پرغاړه لري.
\ذ