سیاستخبرونهاقتصادTOP

د افغانستان بانک سرپرست جیبوټي هېواد ته سفر وکړ

کابل، د چنګاښ ۹مه، باختر
د افغانستان بانک سرپرست هدایت الله بدري، د اسلامي مالي خدمتونو بورډ (آی.اف.اس.بي) په ۲۲مه کلنۍ غونډه کې د ګډون په موخه، نن جیبوټي هېواد ته سفر وکړ.
باختر آژانس ته د افغانستان بانک د ویاند دفتر د معلوماتو له مخې؛ دا کلنۍ غونډه په جیبوټي کې د روان میلادي کال د جولای په لومړۍ او دویمه نېټه د اسلامي مالي خدمتونو بورډ او د یاد هېواد د مرکزي بانک له لوري جوړېږي چې په ترڅ کې به یې د بورډ د تېر کال پر اجراآتو او مالي راپورونو بحثونه ترسره او بیا تصویب شي.
همدا رنګه، د بورډ غړي هېوادونه به د راتلونکي کال لپاره د شریعت د اصولو په رڼا کې د اسلامي بانکوالۍ اړوندو معایرو، د مالي شرکتونو او بانکونو د ښه مدیریت، پر اسلامي بانکوالۍ د «ډیجیټلایزېشن» اثر او په نړیواله کچه د اسلامي بانکوالۍ او تمویل د ترویج په اړه پر پلانونو او عملي اقداماتو بحثونه ترسره کړي.
هېره دې نه وي چې د اسلامي مالي خدمتونو بورډ چې افغانستان یې هم غړیتوب لري؛ یوه نړیواله اداره ده چې د اسلامي مالي خدمتونو صنعت د سلامت او ثبات د پیاوړتیا لپاره معیارونه چمتو او خپروي.
دا معیاورنه د اسلامي شریعت او اصولو په چوکاټ کې د بانکوالۍ سکتور، مالي بازارونو او بیمې په برخه کې د هغو مؤسساتو لپاره رامنځته کېږي چې د اسلامي مالي خدمتونو صنعت په برخه کې فعالیت کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته