خبرونهاقتصادTOP

د افغانستان بانک شپاړس ميليونه امریکايي ډالر ليلاموي

کابل، د سلواغې ۳مه، باختر

د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په موخه، د چهارشنبې په ورځ د روان کال د سلواغې په ۴مه، (۱۶) میلیونه امریکايي ډالره د لیلام په ډول پلوري.

دغه بانک نن باختر آژانس ته د یوې خبرپاڼې په استولو سره، په شرايطو برابر له ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو څخه غوښتي، چې په دغو داوطلبيو کې دې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي یې مکلف کړي چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.

په خبرپاڼه کې دغه راز يادونه شوې ده چې د معاملــو قسمي ترسره کول مجاز نه دى او د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.

تر دې وړاندې هم د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په خاطر ۱۵ میلیونه ډالره وپلورل.

د افغانستان بانک، نن په بازار کې د یوه امریکايي ډالر پر وړاندې د ۷۲.۹۱ افغانیو د تبادلې خبر ورکړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته