کابل، د چنګاښ ۶مه، باختر
د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په موخه، د سه شنبې په ورځ د روان کال د چنګاښ په ۷مه، (۱۱) میلیونه ډالره د لیلام په ډول پلوري.
دغه بانک نن باختر آژانس ته د یوې خبرپاڼې په استولو سره، په شرايطو برابر له ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو څخه غوښتي دي چې په دغو داوطلبيو کې دې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي مکلف کړي دي چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.
په خبرپاڼه کې دغه راز يادونه شوې ده چې د معاملــو قسمي ترسره کول مجاز نه دى او د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.
د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ هم د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په خاطر (۱۲) میلیونه ډالره وپلورل.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل شهزاده سرای نن په بازار کې د یوه امریکايي ډالر پر وړاندې د ۸۸،۳۵ افغانیو د تبادلې خبر ورکړی دی.
وهاج