خبرونهاقتصاد

د افغانستان بانک ۱۲ ميليونه ډالر ليلاموي

 کابل / د وري ۷مه / باختر

د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په موخه، د سه شنبې په ورځ د روان کال د وري په ۹مه ۱۲ میلیونه ډالره د لیلام په ډول پلوري.

دغه بانک نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره، په شرايطو برابر له ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو څخه غوښتي چې په دغو داوطلبيو کې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي یې مکلف کړي چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.

په خبرپاڼه کې دغه راز يادونه شوې ده چې د معاملــو قسمي ترسره کول مجاز نه  دى او د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل شهزاده سرای نن په بازار کې د یوه ډالر پر وړاندې د ۸۸:۲۰ افغانیو د تبادلې خبر ورکړی دی.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته