سیاستخبرونهټولنه

د افغانستان خلک د نړۍ ډېرغمجن خلک دي، خو اسلامي امارت دغه ادعا بې بنسټه بللې ده

 کابل، د چنګاښ٨مه، باختر

له هغه وروسته چې د ګالوپ څېړنيز مرکز د چنګاښ په ٧مه  په ٢٠٢١ کال کې  د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د خلکو ترمنځ د خوشحالۍ  او وير د کچې په اړه رپوټ خپور کړ او د افغانستان خلک يې د نړۍ د ډېرو غمجنو خلکو په توګه ياد کړل، د افغانستان اسلامي امارت د دغه شان رپوټ خپرول بې بنسټه او منفي تبليغات بللي دي.

د ګالوپ د نظرسنجونې له مخې، د افغانستان اتياسلنه خلک اندېښنه لري، ٧٤ سلنه له تشويشه ځورېږي او ٦١ سلنه خلک هره ورځ  د تيرې ورځې په نسبت  د غم احساس کوي.

ګالوپ ليکلي، چې د دې څېړنيز بنسټ د ۱۶ کلن نظرسنجۍ او رپوټ ورکولو په بهير کې په نړۍ کې هېڅ کومې ټولنې تر اوسه د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه نه ده څرګنده کړې.

ګالوپ ليکلي چې افغانستان په دې نظر سنجۍ کې ډېر لږ مثبت ټکي لري او په منفي تجربو کې  په نړۍ کې مخکښ دى.

د افغانستان اسلامي امارت دغه رپوټ يوه اوازه بولي او ټينګار کوي چې دغه نظرسنجونه بې بنسټه ده.

د اسلامي امارت د وياند مرستيال بلال کريمي د ګالوپ د رپوټ په غبرګون کې په يوه تويټ کې ليکلي دي چې دغه رپوټ د ناسمو اطلاعاتو او تبليغاتو پربنسټ برابر شوى دى، د اسلامي امارت له برياليتوب وروسته زياتره هېوادوال د امنيت او خوښۍ او خوشحالۍ احساس کوي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته