ورزش

د افغانستان دکرکټ ملي ټيم نن د بنګله ديش له ملي ټيم سره لوبه کوي .

کابل  باختردتلې دمياشتې ٤ :                                                            
دکرکټ پنځوس آوريزه لوبه  دافغانستان په وخت نن له غرمې وروسته په يوه  بجه او  ديرشو دقيقو د بنګله ديش په  مسير پور ډګر کې  پيليږي .
د کرکټ  بورد وياند فريدهوتک دباخترآژانس خبريال ته وويل :
دافغانستان دکرکټ ملي تيم دبنګله ديش له ملي  ټيم سره درې  پنځوس آوريزه نړيوالې  لوبې ترسره کوي.
ددغو دواړو ټيمونو دويمه لوبه د چهارشنبې په ورځ  اودريمه لوبه دروان  کال دتلې دمياشتې په لسمه نيټه ترسره کيږي.
دهوتک دڅرګندونوله مخې :  دغه نړيوالې ٥٠  آوريزې سيالۍ  ددواړو ټيمونو لپاره داهميت وړ دي.    او که چېرې  دافغانستان دکرکټ ملي ټيم  په درې  واړو لوبو کې  بريالى  شي   په نړيوالو ٥٠ آوريزو سياليو کې به   لوړ مقام ترلاسه کړي..
ده زياته کړه   چې همدا اوس دافغانستان دکرکټ ملي ټيم   په٥٠  آوريزو سياليو کې لسم  رديف کې  او  په شل آوريزو سياليو کې  په نهم  رديف کې دى .

 

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published.

دکمه بازگشت به بالا