کابل، د مرغومې ۲۶مه، باختر
د بلخ ولایت ځايي چارواکو په حیرتان بندر کې ازبکستان هېواد ته د یوه واګون بې کیفیته پټرولو د بېرته مسترد کولو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د نورم او سټنډرډ امر مولوي یحی نعماني باختر اژانس ته وویل چې یو واګون پټرول، چې مجموعي وزن یې ۶۲ ټنه ۵۰۵ کیلو ګرامه ته رسېږي، څو ورځې وړاندې د حیرتان بندر له لارې هېواد ته را وارد کړی شوي وو، چې تر لابراتواري کتنو وروسته یې بې کیفته ثابت شول.
د نوموړي په خبره د پټرولو یاد واګون نن بېرته ازبکستان هېواد ته ور وګرځول شو.
د یادونې وړ ده، چې د سټنډرډ ملي ادارې له لوري په وروستیو څو میاشتو کې سلګونه ټانکره بې کیفیته نفتي توکي بېرته اړوندو هېوادونو ته ورګرځول شوي دي.