اقتصادTOP

د افغانستان د اسعارو د راکړې ورکړې ستر مرکز شهزاده سرای پرانيستل شو

کابل / د وږي ۱۳مه / باختر
په افغانستان کابل کې د اسعارو د راکړې ورکړې ستر مرکز (د کابل شهزاده سرای) له څو ورځو ځنډ وروسته بيا پرانيستل شو.
په افغانستان په تېره بيا کابل کې له وروستيو بدلونونو وروسته د اسعارو د راکړې ورکړې دغه مرکز تړلی و.
د شهزاده سرای تړل کېدل د افغانۍ د بيې د ټیټېدو او په افغانستان کې د پيسو د راکړې ورکړې په برخه کې د ستر چلنج سبب شوی و.
د شهزاده سرای د صرافانو اتحاديې مرستيال باختر آژانس ته وويل چې نن سهار په دغه مرکز کې د پيسو د راکړې ورکړې بهير له سره پيل شوى دى.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ د افغانستان د اسعارو د راکړې ورکړې د دغه ستر مرکز په پرانيستلو سره، زرګونو خلکو او سوداګرو د خپلو پيسو د راکړې ورکړې لپاره دغه مرکز ته راغلي دي.
ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته