سیاست

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهور رییس حامدکرزي د خواشینۍ او ډاډګیرنی پیغام

کابل باختر د چنګاښ د مياشتې ١٥:
د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهور رییس حامدکرزي د خواشینۍ او ډاډګیرنی پیغام
په ډیرې خواشینۍ سره خبر شوم چي ځوان لیکوال، مترجم او ژورنالیست زبیز ژمن د ورپیښې ناروغۍ له امله له دې فانی نړۍ څخه سترګی پټې کړې دي.
انالله و انا الیه راجعون
ارواښاد زبیر ژمن تر تحصیل وروسته د هیواد په مطبوعاتي ادارو او راډیوګانوکې کار کاوه او آثار یې لیکل. ډیر لیکونه او ترجمې یی چاپ شوې دي. د ده مړینه یوه درنه ضایعه ده .
د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنۍ مراتب د ده کورنۍ ، دوستانو ، دهیواد ژورنالیستانو او د لوګرولایت خلکو ته وړاندې کوم. الله تعالی دې دی وبخښي او کورنۍ ته دې یې جمیل صبرپه نصیب شې.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته