امنیت

نوى خبر: په سرپل کې دوسله والو طالبانو په ډير ستر مرکز دناتو دجنګي الوتکو بريدونه

کابل باختر د تلې  پنځلسمه :
دناتو جنګي الوتکو په سرپل  ولايت کې دوسله والو طالبانو په ډيرستر مرکز بريدونه وکړل .
دغه بريدونه نن له غرمې وروسته شوي دي .
په سرپل ولايت کې يوې امنيتي سرچينې باختراژانس ته وويل چې دناتو دبې پيلوته جنګي الوتکوپه دغو بريدونوکې دطالبانو مرکز په کنډواله بدل شوى دى .
خبرځاى زياته کړه چې دغه مرکز د ډار اچوونکو بريدونو روزنتون او هم په سرپل او دهغه دګاونډيو ولايتونو په ځينو سيمو کې دطالبانو دقوماندانۍ مرکز و .
  تراوسه پورې ددغو بريدونو له امله ډار اچوونکو ته دسر داوښتو زيانونو دشمير په باب خبر نه دى ترلاسه شوي خو ويل کيږي چې دغه مرکز له ټولو جنګي وسايلو سره يې په کڼدواله بدل شوى دى .
    ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته