سیاستخبرونهاقتصاد

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ یو لوړ رتبه هیئت ایران ته لاړ

کابل، د غبرګولي۲۱مه، باختر
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د لوی رئیس ملا بخت الرحمن په مشرۍ درې کسیز هیئت د یو رسمي سفر لپاره ایران ته لاړ.
د باختر آژانس د خبرله مخې، په هغه خبر پاڼه کې چې نن د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د ریاست له خوا خپره شوه ویل شوي، چې په دې هیئت کې د دغه ریاست تخنیکي مرستیال انجینیرعبدالباري صدیقي او تفتش ریاست سرپرست ملا عبد الجبار نوري شامل دي.
په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي، چې ټاکل شوې ده د افغانستان هیئت په دې سفر کې د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ د دریمې قطعې د ترمیمولو د پیل د مالونو د بیا لېږدولو د پیل او د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ریاست د پرسونل روزنیزو او مسلکي پروګرامونو د تنظیمولو په اړه د ایران د ښار جوړولو وزارت او د اوسپنې پټلۍ د ادارې له مسوولینو سره خبرې وکړې.
له بله پلوه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ په بنسټونو کې د ایران خصوصي سکتور د پانګې اچوونې د علاقمندۍ په اړه د ایران د ښار جوړولو وزیر د ځانګړي استازي د پیشنهاد په اړه له ایراني لوري سره هم خبرې وکړي.
د یادونې وړ ده چې دغه هیئت ایران ته له درې ورځني سفر وروسته د هرات ولایت ته راستون شي او د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ د دریمې قطعې حالت وڅېړي او د تورغونډي د اوسپنې پټلۍ له استیشن څخه هم لیدنه وکړي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته