سیاستخبرونهTOP

د افغانستان د بهرنيو چارو او د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزيرانو د قطر د کورنۍ او ټولنيزو چارو پرمختګ له وزيرې سره وکتل

 کابل ، د ثور ۱۰مه ، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو او اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزيرانو مولوي امير خان متقي او ملا خیرالله خیرخواه،  تېر ماښام د قطر د کورنۍ او ټولنيزو چارو پرمختګ له وزيرې مريم المسند او مل پلاوي سره وکتل.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې مريم المسند ويلي چې د دې  وزارت د کار ساحه د يتيمانو، ښځو او معلولينو لپاره د کورني ژوند، کار، اقتصاد او تعليم په برخو کې د خدمتونو وړاندې کول او د خيريه بنسټونو د چارو تنظيمول دي.

هغې دغه راز څرګنده کړې چې دوی چمتو دي د افغانستان له بې وزلو سره بشردوستانه مرستې وکړي.

په همدې حال کې، د افغانستان بهرنيو چارو سرپرست وزير د دوی د کار ساحه او مسؤليت ډېر دروند بللی او هغې ته یې بلنه ورکړې چې افغانستان ته راشې؛ د افغان مېرمنو، يتيمانو او معلولينو حالات له نژدې وګوري او په دې برخه کې د قطر خيريه بنسټونو له لارې د ماشومانو، مېرمنو او نورو اړینو برخو کې خدمتونه وړاندې کړي.

د کتنې په پای کې پرېکړه شوې چې د قطر پلاوي افغانستان ته راشي، چې وکولای شي په افغانستان کې د خپل خيريه بنسټونو د دفترونو خلاصولو او له بې وزلو سره د مرستو پيلولو ته لاره اواره شي.

قطر یو له هغو هېوادونو څخه دی چې له افغانستان اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې مرسته او همکاري کړې ده او د دغه هېواد مرستې او همکاري لاهم دوام لري.

تر دې وړاندې هم د بهرنيو چارو د سرپرست وزير مولوي امير خان متقي په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت لوړپوړي پلاوي د قطر د لومړي وزير له مرستيال او د دغه هېواد له بهرنيو چارو وزير شيخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره په کتنه کې، د یو لړ سیاسي او اقتصادي موضوعاتو سربېره، د افغانستان هوايي ډګرونو د مدیریت پر قرارداد خبرې کړې وې.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته