خبرونهاقتصادټولنه

د افغانستان د حلقوي سړک بشپړول د فوايد عامې وزارت لومړیتوب دی

کابل/ د کب ١٩ مه / باختر

د فوايدعامې وزارت مرستیال وايي چې د حلقوي سړک بشپړول د فوايد عامې وزارت په لومړیتوبونو کې دى.

د باخترآژانس د خبرله مخې: د فوايد عامې وزارت مرستيال ملا بخت الرحمن شرافت د بادغيس له يو شمېر قومي مشرانو سره په کتنه کې وويل، چې د افغانستان د حلقوي سړک بشپړول د فوايد عامې وزارت په لومړيتوبونو کې دى او په دې اړه يې د اسیا پراختیايي بانک له مسوولينو سره خبرې روانې دي.

د فوايد عامې وزارت مرستیال زیاته کړه: که نړیوال بانک له تمویل څخه ډډه وکړي، دوی به دغه ملي پروژه له کورنیو سرچینو تمویل کړي.

په دې کتنه کې قومي مشرانو وويل چې بادغيس يو محروم ولايت دى چې په تېرو شلو کلونو کې ورته پاملرنه نه ده شوې او له ياد وزارت څخه يې د دغه حقلوي سړک د بشپړولو غوښتنه وکړه.

د فواید عامې وزارت مرستيال يادونه وکړه چې د بادغیس ولایت سړکونه او پلونه د دغه وزارت په پلان کې شامل شوي چې د مالي سرچینو له مخې به یې چارې پیل شي.

\ ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته