خبرونهاقتصادټولنه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له زلزله ځپلو سره د څه پاسه ۱۲میلیونه افغانيو مرسته وکړه

 کابل، د چنګاښ١٤مه، باختر

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پرون د پکتیکا، خوست او پکتیا له وروستۍ زلزله ځپلو سره ۱۲میلیونه ۵۴۳ زره ۸۴۵ افغانۍ مرسته وکړه.

د باخترآژانس د خبرله مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په کابل کې جوړه شوې وه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستيال يونس مومند په پکتيکا، خوست او پکتيا کې د وروستۍ زلزلې قربانيانو روح د دعا او د دغه سترناتار له مصيبت ځپلو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې وويل، چې ٣٢ميليونه افغانۍ د سوداګرو، صرافانو او د دغې خونې د پلاوي له خوا له زلزله ځپلو سره د مرستې په خاطر راټولې شوي چې پرون يې نږدې ١٣ميليونه پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت معين او له مصيبت ځپلو سره د مرستې د کميټې رييس ته وسپارل شوې.

له بله پلوه د دې غونډې وينا والو په خپلو خبرو کې د دغې زلزلې له امله اوښتي زيانونه زيات وبلل او زياته يې کړه چې سوداګر، پانګه وال او د سوداګرۍ خونې غړو ډېرې هڅې کړي چې د دغې زلزلې له مصيبت ځپلو هېوادولو سره په بشردوستانه مرستو سره  خپل اسلامي او انساني مسووليت او وجيبه ادا کړي.

هغوى څرګنده کړه چې د وروستۍ زلزلې له مصيبت ځپلو سره د مرستې بهير به د دې خونې د مشرتابه پلاوي په همغږۍ د خير غوښتونکو سوداګرو له خوا دوام وکړي.

په همدې حال کې د پيښو د څيړنې په چارو کې د دولت وزارت معين مولوي شرف الدين مسلم د سوداګرو، صرافانواو او د سوداګرۍ او پانګونې خونې له نغدي، خوراکي او غير خوراکي مرستو څخه مننه وکړه او ويي ويل، چې په دغه شان پيښو کې د ملت چلند او خواخوږي ښه جوتيږي.

مسلم زياته کړه، چې له خلکو سره خواخوږي حد او حدود نه لري او د دولتي، خصوصي سکتور، مشرانو او د رضاکارانو بنسټونو رول او همغږي له مصيبت ځپلو سره د مرستې رسولو په لاره کې د افغانستان د اسلامي امارت قوت او مديريت څرګندوي.

نوموړي ډاډ ورکړی چې دغه مرستې به په شفاف او عادلانه ډول په زلزله ځپلو وويشل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې  وروستيو وختو کې په کابل کې د چين سفير وانګ يو  دوه سوه زره امريکايي ډالره او ١٨ ټنه خوراکي او غير خوراکي توکي چې د دغه هېواد د سره صليب د ټولنې له خوا په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د مرستې په خاطر راټول کړاى شوي و، د افغاني سري مياشتې سرپرست مولوي مطيع الحق خالص ته وسپارل شول او ټاکل شوې ده تر راتلوونکو څو ورځو پورې د چين دوه سوه ټنه نوره مرسته هم افغانستان ته وليږدول شي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته