خبرونهTOPټولنه

د افغانستان د صرافانو ټولنې له زلزله ځپلو سره ۱۵ میلیونه افغانۍ مرسته وکړه

کابل، د چنګاښ ۸ مه، باختر
د افغانستان د صرافانو سرتاسري ټولنې د پکتیکا او خوست له زلزله ځپلو سره ۱۵ میلیونه افغانۍ مرسته وکړه.
په کابل کې د صرافانو ټولنې مرستیال حاجي داد ګل باختر آژانس ته وویل چې د شهزاده سرای صرافانو اته مېلیونه افغانۍ، د هرات، جلال آباد او تخار صرافانو ۳ میلیونه افغانۍ او د یو شمېر بهر میشتو افغانانو په ګډون په هېواد کې له ځینو نورو ولایتونو څخه ۳ میلیونه افغانۍ چې ټولټال ۱۵ میلیونه افغانۍ کېږي د پکتیکا او خوست ولایتونو له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره راټولې شوې دي.
ښاغلي داد ګل زیاته کړه چې یادې پيسې یې د پکتیکا برمل او ګیان ولسوالۍ ته رسولي او هلته یې له زیانمنو شویو کورنیو سره د خوراکي او نغدو پیسو مرسته کړې ده.
داد ګل زیاتوي چې نن به د پکتیکا په برمل او ګیان ولسوالیو کې له زیانمنو شویو کورنیو سره مرستې دوام ولري او سبا به د خوست سپېرې ولسوالۍ ته حرکت کوي چې هلته هم پر زیانمنو شویو کورنیو مرستې ووېشي.
په همدې حال کې په پکتیکا کې زلزله ځپلو وګړو ته د مرستو د تنظیم کمېټې وایي، چې د دغه ولایت په برمل او ګیان ولسوالیو کې پر حکومتي ادارو سربېره د بېلابېلو خیریه بنسټونو مرستې پر زلزله ځپلو د یوه منظم پلان او همغږۍ له مخې په شفاف ډول وېشل کیږي.
په خبره یې، د پکتیکا په برمل او ګیان ولسوالیو کې دوه جلاجلا کمېټې تشکیل شوي، چې په سیمه کې د قومي مشرانو، علماء او سپین ږیرو په ملتیا کارونه مخته وړي، چې د مرستې رسولو بهیر شفاف او ګړندی کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په ګیان او برمل ولسوالیو کې شاوخوا ۱۰۰۰۰ لس زره کورونه د ویجاړ شوي، چې شاوخوا ۲۲۰۰ کورونه په بشپړ ډول له منځه تللي.
ځايي چارواکي او عیني شاهدان وايي چې د تېرې چهار شنبې شپې په زلزله کې شاوخوا ۲۵۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته