سیاستخبرونهټولنهTOP

د افغانستان د عالمانو د سترې غونډې د درېیمې ورځې ناسته پيل شوه

کابل، د چنګاښ١١مه، باختر

د افغانستان د عالمانو د سترې غونډې د درېيمې ورځې ناسته نن پيل شوه.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ ټاکل شوې ده په دې غونډه کې ويناوال د بېلابېلو موضوعګانو په اړه خبرې وکړي.

دغه غونډه د روان کال د چنګاښ په ۹ د پنجشنبې په ورځ پيل شوې او ټاکل شوې ده نن پاى ته ورسېږي.

د دې غونډې په لومړۍ ورځ د اسلامي امارت رئيس الوزرا الحاج ملا محمد حسن آخند، د افغانستان د عالمانو د سترې غونډې رئيس شيخ حبيب الله حقاني، قاضي القضات او د سترې محکمې رئيس شيخ عبدالحکيم حقاني، د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد يعقوب مجاهد او نورو ويناوالو په خپلو خبرو کې له عالمانو وغوښتل، چې خپلې نظريې، غوښتنې او سلا مشورې د افغانستان اسلامي امارت سره شريکې کړي.

په همدې حال کې د غونډې برخه والو د عالمانو پر يووالي او پيوستون ټينګار وکړ او په هېواد کې يې د نظام بقا او سراسري امنيت د ټينګښت لپاره د اسلامي نظام ملاتړ او د دښمن د دسيسو او توطيو پر وړاندې  د هغوى د درېدو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د عالمانو سترې غونډې په دويمه ورځ کې د افغانستان اسلامي امارت زعيم عالیقدر اميرالمؤمنين شيخ الحديث والتفسير مولوي هبة الله آخند زاده حفظه الله د لويې جرګې خيمې ته راغى او د خپلو خبرو په يوه برخه کې یط په هېواد کې د عمومي بخښنې پر پلي کولو د ټينګار په ترڅ کې د افغانستان له سياستوالو او سوداګرو وغوښتل، چې هېواد ته راستانه شي.

په همدې حال کې د غونډې برخه والو عالمانو هم يو ځل بيا د افغانستان له اسلامي امارت څخه خپل بيعت نوى او خپل ملاتړ یې اعلام کړ.

دغه راز د دويمې ورځې د غونډې په پاى کې دېرش کاري کميټې موظفې شوې چې د درنو عالمانو نظريې، غوښتنې او پېشنهادونه توحيد او د اسلامي امارت دارالانشا ته يي وسپاري.

په دې ستره غونډه کې٣٥٠٠ تنو ديني عالمانو او مخورو د هېواد له بېلابېلو ولايتونو او ولسواليو څخه ګډون کړى او ټاکل شوې ده نن دغه کميټې د درنو عالمانو نظريې  او پېشنهادونه توحيد او د اسلامي امارت دارالانشا ته وسپاري.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته