سیاستخبرونهTOPټولنه

د افغانستان د عالمانو لویه غونډه سبا په کابل کې پیلېږي

کابل، د چنګاښ ۸مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین ذبیح الله مجاهد نن په یوه خبري کنفرانس کې په داسې حال کې چې د افغانستان اسلامي امارت یو شمېر جګپوړي مقامات هم حاضر وو، رسنیو ته وویل چې د افغانستان د عالمانو لویه غونډه سبا (د چنګاښ په ۹مه، د پنجشنې په ورځ) پیلېږي او د درېو ورځو لپاره به دوام وکړي.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې چې د کابل ښار د لویې جرګې په تالار کې جوړېږي، د هېواد له ولایتونو او ولسوالیو څخه شاوخوا ۳۰۰۰ علمای کرام، قومي مشران، سپین ږيري او متنفذین ګډون کوي.

د سرچینې په وینا؛ په یاده غونډه کې به ګډونوال خپلې نظریې او وړاندیزونه شریک کړي چې وروسته به پرې بحث وشي.

د افغانستان اسلامي امارت امنیتي مسئولین وايي چې په ښه او بریالي توګه د غونډې د ترسره کېدا په خاطر، څو کمېټې جوړې شوې او ښه امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې دغه ستره غونډه د هېواد د علمای کرامو په غوښتنه جوړېږي چې اسلامي امارت ورته زمینه برابره کړې ده او په کې د هېواد پر ځینو مهمو مسایلو بحث کېږي.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته