سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د افغانستان د منزوي کولو مفکوره مناسبه مفکوره نه ده

کابل، تبصره، د تلې٥ مه، باختر

د ملګرو ملتو سازمان تربيون بايد د نړيوالو همکاريو او همپالنې لپاره يوه وسيله وي نه دا چې د ځان د تبليغ او د نورو د منزوي کولو لپاره د وسيلې په توګه وکارول شي.

د باختر آژانس مبصر ليکي: د افغانستان د يو يا دوه ګاونډيانو په ګدون يو شمېر هېوادونو د ملګرو ملتو سازمان د عمومي ټولنې ۷۵ مه غونډه د اسلامي امارت د منزوي کولو لپاره کړې او د ځان په ګټه يې تبليغ کړی، هغوى په خپل تعبير سره ادعا کړې چې ګڼې افغانستان د ډار اچوونکو ډلو د سرپناه په سيمه بدل شوې دی، بهرني جګړه ماران د نورو هېوادونو د بې ثباته کولو لپاره افغانستان ته لېږدول شوي دي او په دغه هېواد کې د سياسي نامعلومه راتلونکي په اړه يې اندېښنه څرګنده کړې او داسې خبرې يې کړې دي چې له روانو واقعيتونو سره  په بشپړ تضاد کې دي.

په افغانستان او د دغه هېواد په شاوخوا کې خلکو په نظر دغه شان څرګندونې مبالغه ده، دغه هېوادونه او کړۍ چې کله مهمو نړيوالو غونډو ته ځي، فرصت غوښتنه کوي، تورونه لګوي او هڅې کوي چې د نورو پاملرنه ځانته جلب کړي او ذهنيتونه داسې ځاى ته راوکاږي چې د افغانستان له واقعيتونو سره اړخ نه لګوي.

زياتره هېوادونه په داسې کارونو لاس پورې کوي چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او يا هم کورنۍ ستونزې لري او په خپل هېواد کې د حالاتو د مديريت او کنټرول توان نه لري او د طبيعي پېښو په مقابله کې ناکامه دي.

په داسې حال کې چې خپله د مالي زېرمو له کمښت څخه اندېښنه لري، خو له نړيوالې ټولنې څخه د مالي امتيازاتو د ترلاسه کولو لپاره افغانستان په بل ډول معرفي کوي.

خو د افغانستان نوی مشرتابه دغه شان انديښنې ردوي او زياتې خبرې لري چې کيداى شي هغه د ملګرو ملتو سازمان دعمومي ټولنې په شان  نړيوالو غونډو کې  طرحه کړي،  خو يو شمېر مغرضې کړۍ په نامؤجه پلمو سره په دغه شان غونډو کې د اسلامي امارت د استازو د شتون مخه نيسي او نه پريږدي چې نوى نظام د ملګرو ملتو په سازمان کې د افغانستان څوکۍ ترلاسه کړي.

که چيرې کوم هېوادونه د افغانستان او يا د دغه هېواد  له راتلونکي څخه اندېښنه لري مهرباني دې وکړي د افغانستان د خلکو پر وړاندې دې د ناوړو تبليغاتو پر ځای له اسلامي امارت سره د هدفمندو خبرو دروازه پرانيزي او که چيرې کومه ستونزه وي هغه په مستند ډول وړاندې کړي چې په ګډه حل کړل شي.

افغانستان د نوي نظام تر سيوري لاندې  قانوني اصول لري او په يو سياسي چوکاټ کې پرمخ ځي او په سم تګلوري کې شتون لري چې د يو نظام ارزښتونه معرفي کوي، په داسې حال کې چې د افغانستان د منزوي کولو مفکوره يوه مناسبه مفکوره نه ده چې راتلونکى به يې د سيمې لپاره ښه نه وي.

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا