TOPورزش

د افغانستان د کرکت ملي ټيم په نړيوال جام کې خپله لومړى لوبه له سکاتلند سره کوي

کابل /د لړم ٢مه /باختر
د افغانستان د کرکټ ملي ټيم سبا د نړيوال جام په سياليوکې خپله لومړى لوبه د سکاتلند له ټيم سره کوي.
دغه لوبه به سبا د متحده عربي اماراتو د شارجې په لوبغاړي کې ترسره شي.
د افغانستان د کرکټ د ملي تيم کپيتان نبي عيسي خيل له خبريالانوسره په خبرو کې وويل چې دوى د برياليتوب په خاطر له سکاتلند سره لوبه کوي.
د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم بله لوبه د جمعې په ورځ د پاکستان په وړاندې ده.
د کرکټ شل اوريزې نړيوالې سيالۍ د هندوستان په کوربه توب د متحده عربي اماراتو اوعمان په هېوادونوکې پيل شوي دي.
په دې سياليوکې ١٦ ټيمونو ګډون کړى دى.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته