TOPورزش

د افغانستان د کرکټ ملي تیم د هالند له ټیم سره لوبه کوي

کابل/ دمرغومي ۱۴مه باختر
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم له هالند سره له سیالۍ مخکې په قطر کې تمرینونه پيل کړي دي.
ټاکل شوې ده دغه دوه ټیمونه د سلواغې د میاشتې په لومړیو ورځوکې درې یوه ورځنۍ لوبې وکړي.
دغه لوبې د کرکټ د نړیوالې شورا د سوپرلیګ په چوکاټ کې ترسره کېږي.
د کرکټ بورډ لوی رییس میرویس اشرف باخترآژانس ته وویل چې د افغانستان د کرکټ ملی ټیم به له هالنډ سره له سیالیو مخکې په قطر کې یو لړ تمرینونه ترسره کړي.
هغه هیله څرګنده کړه چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم به په دغو دریو لوبو کې هالنډ ته ماتې ورکړي.
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم مخکې له دې په نړیوال جام کې دوه بریالیتوبونه او درې ماتې تجربه کړې دی او د دغوسیالیو نیمه پای لوبې ته لاره ونه موندله.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته