ورزش

د افغانستان د کرکټ ټيم د نړۍ د يو پياوړي ټيم په وړاندې لوبه کوي.

کابل /د وږي ١٧مه /باختر
ټاکل شوې ده د افغانستان او استراليا د کرکټ ملي ټيمونه يوه دوستانه لوبه وکړي.
دغه لوبه به ١٩ورځې وروسته د استراليا په کوربه توب ترسره شي.
د افغانستان د کرکټ بورد يو مسوول باختراژانس ته وويل چې د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم لوبغاړي د دغې لوبې لپاره بشپړتيارى لري.
دا له استراليا سره د افغانستان لومړنى تدارکاتي او دوستانه لوبه ده .
د کرکټ نړۍ افغان ستورى راشد ارمان ويلي دي چې دوى داستراليا په وړاندې د برياليتوب لپاره ډګر ته ځي .
په همدې حال کې ويل شوي دي چې د افغانستان د اسلامي امارت په دې لوبه کې د افغانستان کرکټ د ملي ټيم د ګډون لپاره اجازه ورکړې ده .
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته