خبرونهښوونه او روزنه

د افغانستان له ښوونیز بهیر سره مرسته، د ناروي په لومړیتوبونو کې ده

کابل، د ثور ۳۱ مه، باختر
د پوهنې سرپرست وزیر شیخ مولوي نورالله منیر په افغانستان کې د ناروي له سفیر اولې لیندمن (0LE LINDEMAN) او ورسره مل پلاوي (د یاد هېواد د بهرنیو چارو په وزارت کې د سولې او پخلاینې د څانګې مشره میرمن سیري بورجن (SIRI BORGEN)، په قطر کې د ناروي د سفارت کارکوونکې میرمن اني هیون (ANNE HAVN) او د یاد هېواد بهرنیو چارو وزارت د امنیتي پالیسي د څانګې مسؤل جینز اوډګارډن(JENS ODEGAARDEN) سره وکتل.
په دې کتنه کې د ناروي سفیر وویل، چې دی افغانستان ته د همکاري او ملاتړ له پیغام سره راغلی دی. د نوموړي په وینا، د افغانستان له ښوونیز بهیر سره مرسته د ناروي په لومړیتوبونو کې ده.
په همدې حال کې د پوهنې وزیر د ناروي له سفیر څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې یاد هېواد تل د افغانستان یو غښتلی متحد پاتې شوی دی. د نوموړي په وینا، د اسلامي امارت تعلیمي پالیسي دا ده، چې د هېواد یو وګړی هم له ښوونې او روزنې څخه بې برخې پاتې نه شي او په دې برخه کې نړیواله ټولنه هم مسؤلیت لري چې افغانستان یوازې پرېنږدي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته