سیاستخبرونهTOPټولنهرپوټونه

د افغانستان هغه لوټماران چې د خلکو د جيبونو په تشولو سره یې اشرافي ژوند جوړ کړ

– کابل، دغبرګولي٢٤مه، باختر

د امریکا مشهورې ورځپاڼې والسټریټ ژورنال د افغانستان د پخواني حکومت د يو شمېر مامورينو له لوټمارۍ څخه پرده پورته کړې ده، چې د خلکو جېبونه يي تش کړل او د عامه شتمنيو په غلا کولو سره يي نن په بهر کې اشرافي ژوند جوړ کړ.

ورځپاڼې په امریکا کې د املاکي شرکتونو د اسنادو په حواله لیکلي، چې د غني د حکومت یو شمېر چارواکي چې له افغانستان څخه تښتيدلي، له افغانستان څخه بهر په ځانګړې توګه امریکا، بریتانیا، متحده عربي اماراتو او ترکیې کې  په ارامه ژوند تېروي.

ورځپاڼې زیاته کړې، چې د پخواني دولت ځينو چارواکو دوه ګوني تابعیتونه او بهرنۍ شتمنۍ لرلې، چې له امله یې له افغانستان څخه بهر د خپلو شتمنیو ليږد، راليږد آسانه شو، په داسې حال کې چې نورو یې په نویو جایدادونو پانګونې وکړې او د اسلامي امارت په بيا واکمنيدو سره یې خپلي کورنۍ بهرته ولېږدولې.

د والسټریټ ژورنال په یو ځانګړي راپور کې راغلي، چې د افغانستان د پخواني حکومت یو شمېر لوړ پوړو چارواکو او د هغوی کورنیو د جګړې په وروستیو کلونو کې او د پخواني رژیم له ړنګېدو وروسته په امریکا او نورو هېوادونو کې د قیمتي کورونو د اخیستلو لپاره میلیونونه ډالر ولګول چې اوس له کابل څخه تښتیدلي او په خپلو شاندارو کورونو کې استوګن شوي دي.

د جمهور رئيس غني پخواني متحد اکلیل حکیمي په ۲۰۱۸ کال کې د هغه مهال له یو شمېر حکومتي چارواکو سره د اختلاف له امله استعفا وکړه.

له استعفا وروسته، اکیل حکیمي او د هغه میرمن، سلطانه حکیمي، په لاګونا نیګل کې د زالا ګروپ چې (د سلطانه حکیمي په نوم ثبت شوی) خپل لس ملکیتونه یې ياد شرکت ته انتقال کړل، د شرکت سوابق ښیې چې د هغه میرمن د شرکت مالکیت لري.

د کالیفورنیا د املاکو د سوابقو له مخې، د دوى شتمنۍ يو پنځه اتاقه لوکس کوردى، چې د کالیفورنیا ساحل ته څیرمه په  لاګونا نیګل کې موقعيت لري او دوه نیم ملیونه ډالره ارزښت لري. په مجموع کې، د دې ۱۰ ملکیتونو ارزښت له ۱۰ ملیونو ډالرو څخه زيات دی.

خالد پاینده چې د اشرف غني په حکومت کې د مالیې وروستی وزیر و، واشنګټن ته څيرمه دوه ملکیتونه لري چې یو یې په نغدو پیسو اخیستل شوی دى.

د زیلو په وینا، د هغو ارزښت یې تر یو ملیون ډالرو زیات دی، په دې وروستیو کې يي په ټولنیزو رسنیو کې داسې تمثيل وکړ اوځان یې د ټکسي چلوونکی وښود چې له همدې لارې ګټه وټه کوي او په دې کار سره يي وښودله چې اقتصادي وضعيت يي ښه نه دى.

دغه ورځپاڼه لیکي، چې د اشرف غني د ملي امنیت پخوانی سلاکار حمدالله محب په فلوریډا ایالت کې یو کور ته تللی او مېرمن یې هم په واشنګټن کې کور لري.

د امریکا والسټریټ ژورنال په دې راپور کې راغلي چې حمدالله محب؛ د اشرف غني تر ټولو نږدې متحد او د ملي امنیت سلاکار خپله کورنۍ د امریکا په مالي مرسته د رژيم له نسکوريدو مخکې د ابوظبي د شانګريلا هوټل ته انتقال کړې وه، د حمدالله محب کورنۍ وروسته په فلوریډا کې په  یوه جذاب خلیج کې ٤ خونې لرونکي کور ته لاړه چې د محب د عامه سوابقو له مخې او د محب په تاييد هغه  کور د هغه د میرمنې په مور پورې اړه لري.

د عامه سوابقو له مخې، د محب امریکايي میرمن د واشنګټن ډي سي په شمال ختیځ کې د یوې کوچنۍ سوداګرۍ خاونده ده.  محب والسټریټ ژورنال ته ویلي چې د نړۍ په هیڅ ځای کې په خپل نوم کوم ملکيت نلري، خو حقیقت دا دی چې د هغه مېرمن چې د امریکا تبعه ده، د خپلې دورې په موده کې د هغه مشاوره وه او د میاشتې تر ٢٠ زرو ډالرو پورې معاش اخيسته.

ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د افغانستان د اقتصاد پخوانی وزیر مصطفی مستور چې پخوا یې د افغانستان په مالیې وزارت کې هم کار کړی، په دوبۍ کې د یو اپارتمان خاوند دی او ادعا کوي چې له خدمت مخکې یې اخیستی و، په داسې حال کې چې په په ​​استانبول کې په اخيستل شوي اپارتمان کې ژوند کوي.

والسټریټ ژورنال دغه راز راپور ورکړی چې عطا محمد نور؛ د بلخ پخوانی والي له افغانستانه له تېښتې وروسته د دوبۍ په ګران بيه سيمه کې د” نخل” په نامه خپل شخصي کور ته تللی دی.

ورځپاڼې دغه راز ويلي دي چې عبدالرشید دوستم؛ د اشرف غني پخوانی مرستیال، تر ټولو لوړ پوړی پخوانی چارواکی اوس په ترکیه کې ژوند کوي.

د والسټریټ ژورنال په وینا، یو سيمه ييز خبریال په ټویټر کې یوعکس پوسټ کړی، چې ښیې هغه د ​​​​انقرې په ګران بيه سيمه( Or-An) کې په خپل استوګنځي کې د ېوې ميلمستيا کوربه توب کوي.

ورځپاڼې ویلي، نشو کولاى مشخص کړو چې دوستم څه وخت دغه کور اخیستی، مګر دا چې هغه او د هغه ټوله کورنۍ د ترکیې په څو ښارونو کې د اوسیدو لپاره جلا جلا کورونه لري.

هغه څه چې دغې امریکايي ورځپاڼې ویلي دي، د لوړ پوړو دولتي چارواکو د لوټماريو يوه بېلګه ده چې پکې يوازې د څو کسانو یادونه شوې ده. حقیقت دا دی چې تقریباً د پارلمان ټول لوړ پوړي غړي، د قضایه قوې غړي… د افغانستان په لوټمارۍ کې ښکیل وو او نن له افغانستان څخه بهر اشرافي ژوند تېروي او نور د خپل وطن او جهادي تاریخ او یا د خپل وخت د شعارونو په مټ په فرانسه، ترکیه او امارتو کې دي. هغوى هغه څه يې چې په وس کې و له ځانه سره يووړل، خو يوه اندازه يې  په ځاى پريښودل ځکه د ليږدولو فرصت يي پيدا نه کړ، دغه راز د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو د پخواني جمهور رئيس امرالله صالح د کور د پلټنې پر مهال د بهرنیو اسعارو او افغانیو په ګډون یوه اندازه نغدې پیسې وموندلې او بانک ته یې وسپارلې.

د دغو کسانو په اړه یوازې راپور ورکول بسنه نه کوي، اړینه ده چې دقیقه محاسبه وشي او هغه څه چې دغو لوټمارانو له افغانستان او د بېوزله ولس له جیبونو څخه غلا کړي بيرته ترې واخيستل شي او په دې  پوه شي چې د عادل خدای له حساب سره سره د خلکو له حساب څخه هم د خلاصون لاره  نه لري.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته