خبرونهسیاستTOP

د افغانستان يو لوړ رتبه پلاوى ازبکستان ته لاړ

کابل، د زمري ٢مه، باختر

د بهرنيو چارو وزارت ازبکستان ته د افغانستان د يو لوړ رتبه پلاوي د سفر خبر ورکړ.

د باختراژانس د خبرله مخې؛ د بهرنيو چارو وزارت  په يوه تويټ کې ليکلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو سرپرست وزیر مولوي اميرخان متقي په مشرۍ د هېواد يو لوړ رتبه پلاوى  د تاشکند په نړيوال کنفرانس کې  د ګډون لپاره د ازبکستان په بلنه دغه هېواد ته روان شو.

ټاکل شوې ده د افغانستان په اړه نړيوال کنفرانس سبا په تاشکند کې جوړ شي چې د لسګونو هېوادونو او سازمانونو استازې به پکې ګډون وکړي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته