سیاستخبرونهTOP

د افغانستان پر فعلي وضعیت، مثبت بدلون، امنیت او پر بشري حقونو د حقایقو پر بسنټ راپور جوړېږي

 کابل، د ثور ۲۸ مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره په کتنه کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په برخه کې له فغانستانه ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنټ ویلي چې د افغانستان پر فعلي وضعیت، مثبت بدلون، امنیت او پر بشري حقونو به د حقایقو پر بسنټ راپور جوړ کړي او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنرۍ ته به یې وړاندې کړي.

په دې کتنه کې ښاغلي متقي بېنټ ته د افغانانو د دیني او فرهنګي ارزښتنونو، کلتوري ځانګړنو اړوند معلومات ورکړي چې د راپور د چمتو کولو او د څېړنو په وخت یې په نظر کې ونیسي.

په همدې حال کې ښاغلي ریچارډ بینټ له متقي څخه ځانګړې مننه وکړه چې د نوي حکومت په راتګ سره یې د مثبتو تحولاتو، فعلي وضعیت،  بشري حقونو او د افغان ټولنې د عامه انځور اړوند مهم معلومات ورسره شریک کړل، نوموړي ژمنه وکړه چي راپور به یې د حقایقو پر بنسټ وي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته