ورزش

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس د عربي متحدو اماراتو د ورزش ادارې له رییس سره وکتل

کابل \ د غويي ۲۰ مه \ باختر
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس فرهان یوسفزي د عربي متحدو اماراتو د ورزش ادارې له رییس سید عبدالغفار حسین سره وکتل.
باختر آژانس ته د کرکټ بورډ ادارې د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورزش او په تېره بیا د کرکټ د پراختیا او دوامدارو همکاریو په اړوند خبرې وشوې. همدارنګه په عربي متحدو اماراتو کې د افغان لوبغاړو په واک کې د کرکټ د یوه لوبغالي د ورکولو او یاد هېواد ته د لوبغاړو د ویزې د ستونزې د حل په اړه هم بحث وشو.
په دې کتنه کې په عربي متحدو اماراتو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفیر جاوېد احمد او د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون عمومي رییس محمد اسماعیل میاخېل هم حاضر وو.
پای / وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته