کابل / د وري ۲۱ مه / باختر
د افغانستان کرکټ بورډ وتوانېد چې د کرکټ نړيوالې شورا (ICC) کې خپل ځای يعنې د عمومي شورا غړیتوب چې د اسلامي امارت له راتګ او د یو شمېر پخوانیو چارواکو د ځانځاني او غیر مسلکي کړنو له امله ځنډېدلی و، وساتي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د کرکټ نړېوالې شورا په خپلې وروستۍ غونډه کې د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف د غړي په توګه ومانه او نن یې عمومي غونډې ته د نوموړي ورتګ په رسمي ډول منظور کړ.
د کرکټ په نړېوالې شورا کې د غړیتوب ساتلو سره د افغانستان کرکټ له نړېوال بندیز وژغورل شو.
ن/ر