خبرونهTOPورزش

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په یوه خوندوره لوبه کې اسټرالیا پر ګونډو کړه

کابل، د چنګاښ ۳مه، باختر
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په یوه خوندوره لوبه کې د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
دغه لوبه چې نن سهار د کینګزټاون په ارنس وېلي کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، د لوبې پچه اسټرالیا وګټله او افغانستان ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
افغان اتلانو په ټاکلو شلو اورنو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۴۸ منډو هدف ورکړ.
د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې د لوبې په دویمه پاړۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۷ منډې وکړې او په دې توګه افغانستان د ۲۱ منډو په توپیر بریا خپله کړه.
په دغه لوبه کې د افغانستان لپاره د توپ اچونې په برخه کې ګلبدین نایب د سیالې لوبډلې ۴ او نوین الحق بیا ۳ لوبغاړي اوټ کړل او د افغانستان لپاره یې ښه لوبه وکړه.
د توپ وهنې په برخه کې بیا رحمان الله ګربز ۶۰ او ابراهیم ځدراڼ ۵۱ منډې وکړې او ګلبدین نایب د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
د یادونې وړ ده، چې د روان شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې به افغان اتلان د بنګلادېش کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې میدان ته ښکته کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته