کابل / د وري ۱۱ مه / باختر
نړیوالې ټولنې په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان په نړیواله غونډه کې افغانستان د بشري ناورین د راوېستلو لپاره د ۲،۴ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه وکړه.
دغه غونډه چې د ملګرو ملتونو، انګلستان، جرمني او قطر په کوربه توب جوړه شوې وه، په سویس کې د بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی و.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري ناورین سره د مبارزې لپاره د ۴،۴ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه؛ خو په غونډه کې د ملګرو ملتونو د غوښتل شویو مرستو د نیمايي برخې ژمنه وشوه.
په دې غونډه کې بریتانیا ۳۷۵ مليونه ډالره، المان څه د پاسه ۲۲۱ مليونه ډالره، اروپايي اتحاديې يو۱۲۸ ډالره، امريکا ۲۷۴ مليونه ډالره او قطر۲۵ میلیونه ډالره او یو شمېر نورو هېوادونو په دې غونډه کې د افغانستان له خلکو لپاره د بشري مرستو ژمنه وکړه.
دا پیسې به د نړیوالو مرستندویه ادارو له لارې په افغانستان کې له اړمنو کورنیو سره د مرستې لپاره ولګول شي.
په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په افغانستان کې د «وژونکي» حالت د مخنیوي ټينګار وکړاو ویې ویل چې نړۍ باید افغانان په دې حالت کې یواځې پرې نه ږدي.
د هغه په وينا، د افغانستان شاو خوا ۹۵ سلنه وګړي کافي خواړه نه لري او ۹ ميليونه وګړي یې د لوږې له ګواښ سره مخ دي.
هغه وويل چې د سمدستي اقدام پرته موږ په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ له بحران سره مخ .
ع