اقتصاد

د افغاني سرې میاشتې رییس له ملګرو ملتو غوښتي چې د افغانانو په پښو درولو لپاره ګامونه واخلي

کابل / د سلواغې ۱۷ مه / باختر
د افغاني سرې میاشتې رییس مولوي مطیع الحق خالص د ملګرو ملتونو له غړو سره په کتنه کې ویلي چې ملګري ملتونه دې د افغانانو په پښو درولو لپاره ګامونه واخلي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې مولوي مطیع الحق خالص وویل چې افغانستان له ګڼو ستونزو سره مخ دی او ۴۳ کلنو راهیسې جګړو، سیاسي بدلونونو او کرونا وایروس افغانستان له بشري ناورین سره مخ کړی، په خبره یې اوس په افغانستان کې بشري مرستو ته ډېر اړتیا ده چې اړمنو کورنیو ته ورسول شي.
خالص وویل چې افغاني سرې میاشتې له تېرو پنځو میاشتو راپدېخوا له اړوندو خیریه ادارو سره د همغږۍ او شفافیت په نظر کې نیولو سره مخته ځي او د بشري مرستو د وېش څارنه په ګډه کوي.
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس د غونډې ګډونوالو ته وویل، چې افغاني سره میاشت د خپلو ۳۱ زره رضاکارانو او په هر ولایت کې د یوې نمایندګۍ په ملتیا چمتو ده، چې د یادو اصولو په پام کې نیولو سره له هرې بشرپالې موسسې سره له سیاسي، ژبني او سیمه ییزو ملاحظاتو پرته په ګډه همغږۍ کار وکړي.
هغه وویل چې له افغانستان سره روانو مرستو افغانان ژوندي ساتلی شي؛ خو په پښو یې نشي درولی؛ نو د ملګرو ملتونو خیریه سازمانونو او موسسو ته پکار ده چې په افغانستان کې داسې ګامونه واخلي، چې افغانان پر پښو ودرېږي او نور د چا د اوږو بار نشي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته