خبرونهټولنه

‏د افغان حاجیانو لومړنى کاروان له سعودي عربستان څخه کابل ته را ورسېد

 

کابل،چنګاښ ٢٣مه، باختر
د ارشاد، حج او‌ اوقافو وزارت وايي چې افغان حاجیانو سږکال پرته له کومې ستونزې د فرضي حج مراسم په ښه توګه ترسره کړل او نن په لومړی کاروان کې، چې شاوخوا (۷۰۰ ) تنه حاجیان دي، په دوو الوتکو کې کابل ته را ورسېدل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې
یادو حاجیانو ته د ارشاد، حج او‌ اوقافو وزارت د یو شمېر رئیسانو او کارکونکو له لوري د ګلونو په ورکولو سره هرکلی وشو.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، شاوخوا (۶۰۰۰) حاجیان چې لومړی سعودي ته رسېدلي وو او له حج مخکې مدینې منورې ته تللي وو، هغوی به په لومړیو الوتنو کې هېواد ته ستنېږي او هغه حاجیان چې مدینې منورې ته نه دي تللي، مدینې منورې ته به له تلو وروسته هېواد ته راستانه شي.
د يادونې وړ ده چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او د آریانا افغان او کام اير هوايي شرکتونو ترمنځ د فرضي حج سفر او راستنېدو هوکړې پر اساس، يادو شرکتونو په مساوي ډول د (۴۱) الوتنو په ترڅ کې د ذوالقعدې له ۱۳مې څخه ذوالحجې تر ۴مې پورې د مرکز، قندهار، بلخ او هرات زونونو له لارې سعودي عربستان ته حاجیان انتقال کړل او له دې وروسته به هم دغه شرکتونه د افغانستان حاجیان هېواد ته راستانه کړي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته